د افغانستان د کرکت بورډ چارواکي وايي، چې ملي لوبډله د خپلې خالیګاه د پوره کیدو په موخه په ننګرهار کې د دې لپاره تمریناتي لوبې پیل کړي، ترڅو راتلوونکو نړېوالو سیاليو لپاره ځانونه چمتو کړي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادۍ راډيو ته وویل، دا چې د نورو ولایتونو په پرتله د ننګرهار هوا مناسبه ده او دلته د کرکټ نړېوال میدان هم جوړ شوی دی، نو په همدې خاطر د کرکټ د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي په ننګرهار کې دي او له ډیر وخت راهیسې يي خپل تمرینات پیل کړي دي.
نوموړی وايي، دوي په پام کې لري، چې د افغانستان د ملي لوبډلې او (اې) لوبډلې ترمنځ درې یوه ورځني دوستانه سیالۍ هم ترسره کړي، چې لومړی لوبه يي نن د چهار شنبې په ورځ پیل شوه:
"زموږ ملي لوبډله له ډیر وخت راهیسې په ننګرهار کې تمریناتي لوبې کوي، چې اوس د جنوری په دویمه باندې د افغانستان د ملي ټیم او اې ټیم ترمنځ یوه ورځنې لوبې هم پیل شوې، چې ټولې درې لوبې به سره ترسره کړي."
د افغانستان د کرکټ بورډ د لوړو مهارتونو د څانګې مشر بشير ستانکزی وایي، له دې تمریناتي لوبو وروسته افغان ملي لوبډله به پاکستان ته ځي ترڅو په لاهور کې د پاکستان د کرکټ له بېلابېلو لوبډلو سره سیالۍ وکړي.
د ستانکزي په خبره د پاکستان د کرکټ بورډ چارواکو هم ورسره منلې، چې ورشي او د یوې میاشتې په اوږدو کې هلته سیالۍ ترسره کړي:
"د دې لپاره، چې زموږ ملي ټیم خپلې راتلوونکو نړېوالو لوبو لپاره تیاری ونیسي له دې وروسته به پاکستان ته ځو او هلته د پاکستان د کرکټ بورډ چارواکو هم راسره منلې ده، چې په لاهور کې د هغه هېواد بېلابېلو لوبډلو سره لوبې ترسره کړي، چې دا دواړو ټیمونو لپاره ګټور وي او یو د بل نه به تجربې ترلاسه کړي."
د نوموړي په خبره دغه سیالۍ د دواړو هیوادونو لپاره ګټورې دي او له دې لارې به د دواړو هیوادونو لوبډلې خپلې تجربې سره شریکې کړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د چارواکو په خبره په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله ډيرې مهمې نړیوالې سیالۍ لري، چې ټاکل شوې ده لومړی سیالۍ د روان کال د مارچ د میاشتې پر دريمه نېټه د سکاټلینډ هیواد له لوبډلې سره ترسره شي.
راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد