ایا ۲۰۱۲ کال د افغانستان لپاره ښه کال وو؟ فارن پالیسي خپرونې تر دې سرلیک لاندې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده، خپرونه لیکي: ۲۰۱۲ میلادي کال پای ته نږدې دی او د ۶۸ زره امریکايي عسکرو په اړه دې فکر وشي، چې نوي کال به د خپلو کورنیو او دوستانو څخه ډيرې لري، د کابل او کندهار په سپیرو پوځي اډو کې تیروي.
د ورځپاڼې په لیکنه، سږ کال په افغانستان کې د ډيرو مصروفیتونو څخه ډک وو.
په دې هېواد کې د امریکايي ځواکونو شمېر دریمې برخې ته را کم شو، افغانانو د خپل هېواد د زیاتې برخې امنیت ټینګولو مسولیت واخیست، د پاکستان په خاوره کې د ناټو د اکمالاتو لارې بیا پرانیستل شوې او کابل او واشنګټن د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړ.
خو له دې ټولو خبرو سره دا سوال لا هم پاتې دی، چې ایا موږ د افغانستان جګړه ګټلې ده؟
فارن پالیسي خپرونه لیکي: که ارقام او واقعیتونه وڅيړل شي، نو په دې برخه کې د افغانستان په اړه یوې نتیجې ته رسیدل اسان کار نه دی.
هغو خلکو ته، چې باور لري د افغانستان ماموریت سم نه دی روان، دا جګړه ویجاړونکي ده او باید د امریکا پر نورو لومړیتوبونو تمرکز وشي، د منفي ټکو پيدا کول او پردې اساس استدلال اسان کار دی، خو د هیله مندو خلکو لپاره هم د هغو بریالیتوبونو تشخیصول ګران کار نه دی ، چې په ۲۰۱۴ میلادی کال کې د افغانستان د جګړې د پاي ته رسیدلو لپاره لاره برابروي. دا هغه هدف دی، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ټاکلی دی .
نشنل هرالدتربیون ورځپاڼې (په ګرمسیرکې بحثونه اوجنجالونه) تر سرلیک لاندې مقاله خپره کړې ده .
ورځپاڼې هلته د امریکايي پياده سمندري ځواکونو د عامه اړیکو او د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ د مخابراتو د مسولینو خبرې راخیستي دی.
د ورځپاڼې په حواله ، د مخابراتو مسول حمید خان د امریکايي ځواکونو جګړن توماس مک اوي ته ویلي: موږ د راتلونکې په اړه ډير تشویش لرو. د کمونست رژیم ولسمشر ډاکټر نجیب الله هم د خپل قدرت په وخت کې پر دې ولسوالۍ د کنټرول ټینګولو او د حکومتي ادارې رامنځ ته کولو پروګرام جوړ کړی وو.
د کابل د هغه مهال کمونست رژیم د شوروي ځواکونو تر وتلو دری کاله وروسته سقوط وکړ .
د هرالد تربیون په لیکنه ، دا مقایسه د جګړن مک اوي چندان نه خوښيږي ځکه د کابل کمونست حکومت د جمهور ریس حامد کرزي د حکومت په پرتله پراخ سیاسي او پوځي چوکاټ درلود او خلکو ته یې تر دې موثر ټولنیز خدمتونه وړاندي کول خو بیا یې هم سقوط وکړ.
نشنل هرالد تربیون، د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ د مخابراتو مسول ته د امریکا د پياده سمندري ځواکونو د جګړن ځواب داسې راخیستی دی: زه فکر کوم ، چې نړیوال ایتلاف به د افغانستان لپاره خپلې ملاتړ ټینګ وساتي.