د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۱

کابل: د مارکېټ اورلګېدنې د مليونونو ډالرو زيان اړولى


د کابل ښار په منډوي کې دوکانداران وایي، چې د تیرې شپې په اورلګیدنه کې ورته د میلیونو نو ډالرو زیان اوښتی دی.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې دا اور تیره شپه یوه بجه په ناصري سرای کې ولګید.

د کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال جنرال محمد داؤد امین چې په سیمه کې حاضر و وویل؛ چې دې پيښې ځاني تلفات نه درلودل:

"دا مارکیټونه اصلا معیاري نه وو. دغه راز د دوی د حریق سیسټم او د ګودامونو سیسټومونه ټول په معیار برابر نه وو."

د کابل د اور وژنې د ریاست د معلوماتو له مخې د اور لګیدنې اصلي لامل په ودانۍ کې په غیر فني توګه د برښنا د مزو غځول وو.

پخواني معلومات:

تیره شپه شاوخوا یوه بجه د کابل په منډوي کې یوه اورلګیدنه رامنځته شوه.

د ناصري په نامه د یوه مارکیټ د دوکانونو مالکینو آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې په دې پيښه کې ۴۰۰ دوکانونه سوځيدلي دي.

د دوی په وینا هر دکان ته لږ تر لږه پنځوس زره ډالره زیان اوښتی دی.

د دې اورلګیدنې لامل د بریښتا شارټي ښودل شوې ده.

د آزادۍ راډيو د خبریال د معلوماتو له مخې دا پيښه ځاني تلفات نه لري؛ خو ګن مالي زیانونه یې اړولي دي.

پدې اړه وروسته نور جزیات اوریدلی شی.
XS
SM
MD
LG