د بخښنې نړیوال سازمان له زرګونو هغو غیرې قانوني کډوالو سره د یونان د چارواکو چلند غندلی دی؛ چې هر کال د دې هیواد د پولو له لارې دغلته ورځي او ویلي دي، چې له اقتصادي بحران سره مخ یونان د بشري حقونو پر معیارونو مسخرې کوي.
د بخښنې نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ په یو خپاره کړي راپور کې په یونان د کډوالو او د سیاسي پنا په لټه د کسانو برخلیک یو بشري ناورین بللی دی.
د اسوشیېټډ پریس خبري اژانس د بخښنې د نړیوال سازمان د اروپا او مرکزي اسیا د څانګې د مشر جان ډال هویسن له خولې وايي؛ په یونان کې چې د اروپايي ټولنې غړی دی اوسنی وضیعت هیڅکله په دې نه ارزي؛ چې اروپايي ټولنه دې د سولې په برخه کې د نوبل جایزه تر لاسه کړي.
نوموړی زیاتوي په دې هیواد کې اوسني وضیعت د بشري حقونو له نړیوالو معیارونو څخه ښکته دی او پر دې معیارونو د مسخرو په مانا دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د بشري حقونو نورو څارونکیو هم په یونان کې له کډوالو سره کیدونکي وضیعت باندې بیا بیا انتقادونه کړي دي.
د یونان چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل؛ چې دوی د بخښنې د نړیوال سازمان له راپور څخه خبر دي، خو په دې اړه یې تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې.
د یادونې وړ ده، چې د هغو کډوالو لپاره چې د افریقا او اسیا له هیوادونو څخه د ښه ژوند د موندنې په خاطر او یا له جنګ جګړو څخه د تېښتې په موخه اروپايي هیوادونو ته په غیرې قانونې لارو ورځي؛ یونان د اروپايي ټولنې دراوزه بلل کیږي.
راپورونه وايي، کله چې په ۱۹۹۰ مه لسیزه کې اروپا ته کډوالي زیاته شوه له هغې راهیسې یونان ته هر کال په زرګونو کډوال ورغلي. ویل کیږي، چې دامهال د یونان د نفوس له لسو څخه یو یې هغه کس دی چې په دې هیواد کې زیږیدلی نه دی.
په لسګونو زره کډوال هر کال، له ترکیې څخه د اوبو له لارې د مرګ د خطر په منلو سره ځانونه یونان ته رسوي. تیره اونۍ د همدې کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې شل کسان په اوبو کې ډوب شول چې اوه تنه یې لا هم نادرکه دي.
ویل کیږي، چې په دې کښتۍ کې ډير یې افغانان وو.
ویل کیږي، چې یونان چې له شپږو کلونو راهیسې اقتصادي بحران کې دی، د دې شمیر کډوالو ورتګ یې د اقتصادي بحران په زیاتیدو کې اغیز لري. په دې هیواد کې دا مهال په سلو کې شپږ ویشت د کار خلک بې روزګاره دي.
د اسوشیېټډ پریس خبري اژانس وايي، دې او د جرمونو زیاتیدو مرسته کړې ده، چې په یونان کې د ګولډن پارټي یا طلايي ګوند پلویان زیات شي. دا ګوند د تاوتریخوالي له ډکو هغو بریدونو سره تړاو لري چې په یونان کې پر غیرې یونانیانو ترسره کیږي.
اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس وايي، په داسې حال کې چې چارواکو د کلونو راهیسې دې ستونزې ته پام نه و کړی، په تیر اوړي کې یې د غیرې قانونې کډوالو خلاف یو پراخ کمپاین پیل کړ؛ څو هغوی راټول او بیرته یې خپلو هیوادونو ته واستوي. د دې کمپاین منتقدین وايي، چې دا حرکت د ګولډن پارټي د اغیز د کمولو لپاره شوی دی.
ویل کیږي چې په دې کمپاین کې تر اوسه پورې پنځه شپیته زره غیرې قانونې کډوال د دوی د هویت د معلومولو لپاره بندیان شوې دي. له دوی څخه تر څلورو زرو زیات یې په پخوانیو پوځي اډو کې ساتل شوې دي.
د بخښنې نړیوال سازمان، په دې برخه کې د ځینو سرغړاویو مسلې راپورته کړي دي چې په کې د بې سرپرسته ماشومانو په شمول د غیرې قانونې کډوالو سره د چلن ویرونکې پېښې شاملې دي.
د یادونې وړه ده چې په دې وروستیو کلونو کې یونان ته د ورتلونکیو غیرې قانونې کډوالو په منځ کې لسګونه زره افغانان هم شامل دي.
له دوی څخه ګڼ شمیر یې چې د مرګ او ژوند ترمنځ په ستونزمنو لارو یونان ته رسیدلې دا مهال په دې هیواد کې په ډیر بد وضیعت کې ژوند کوي.