د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۴

د چپرهار د پيښې متضرره کورنیو سره مرستې وشوې


د والي ویاند احمدضیا عبدالزی
د والي ویاند احمدضیا عبدالزی
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چې د هېواد د ولسمشر کرزي له خوا یو لوړ پوړی پلاوی نن ننګرهار راغلی و، ترڅو د چپرهار د پيښې پلټنه وکړي او دارنګه په دغه پېښه کې د قربانيانو له کورنیو سره مرسته وکړي.

د والي ویاند احمدضیا عبدالزي ازادۍ راډيو ته ویلي، چې دغه پلاوي له یادو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه:

"د ولسمشر کرزي له خوا ننګرهار یو پلاوی راغلی و، چې نن يي د هر یوې وژل شوې کورنی سره سل زره افغانی او د هر یوې ټپی کورنی سره يي پنځوس زره افغانی نغدي مرسته وکړه."

دارنګه نوموړی وايي، چې دا پلاوی د ولسمشر په لارښوونه دې ولایت ته راغلی او په خبره يي د پيښې په اړه يي د جدي پلټنې غوښتنه يي هم کړې ده.

بل خوا د چپرهار په پيښه کې وژل شوې نجونې په ټوله کې د یوې کورنۍ دي.

د دې کورنۍ سپینږیري حاجي خان نبي ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې وژل شوې نجونې ټولې د دوي خپل او خپلوانې دي او سارانی په کې نشته:

"وژل شوې نجونې ټولې زموږ د کورنی دی،موږ ټول سره د تره زامن خپل او خپلوان یو ."

د ماین د چاودنې له امله ښکار شوې نجونې ټولې د ښوونځي زده کوونکې وې. خو پوښتنه دا راولاړیږي،چې دوی څنګه د ښووڼځي پر ځای د خس او خشاک د ټولولو پسې له کوره وتلې وې.

د یادې کورنۍ یو بل غړی رحمت نبي ،چې د پيښې پر مهال په کور کې و وايي، د دوی ماشومان له غرمې وروسته ښوونځي ته تلل نو ځکه سهار وختي دوی د خس د ټولولو په خاطر له کوره وتلي وو:

"زموږ ماشومان له غرمې وروسته مکتب ته ځي نو دوی سهار بس له کوره ووتلې،چې خس راغونډوو،چې یو دم دز شو او په پټو کې ورباندې ماین الوتی و."

خو دا چې د ماین پاکی موسیسې ولې له دې سیمه نه ماینونه نه دي پاک کړي،په دې اړه د متضررې کورنی غړی رحمت نبي وايي،چې له دې وړاندې د دوی سیمې ته د ماین پاکی کسان ورغلي وو،خو په دې پېښه کې دوی خپل ځانونه پړه ګڼي،چې ولې يي ماشومان د خسو د ټولولو لپاره پريښې و.

دی وايي، چاودلی ماین نه دسړک تر غاړې و او نه هم په کومه دولتي ځمکه کې وه،دی وايي،چې ماین د دوی په پټو کې پروت و،چې پر ماشومانو چاودلی دی.

د رحمت نبي په خبره دغه ځمکه په تیرو لسوکلونو کې په وار وار کرل شوي ،خو دوی هم نه پوهیږي،چې څنګه ناڅاپه دې سیمې ته ماین راوړل شوی:

"دغه ځمکه اوسنی نه ده دا له پخوانه په وار وار کرل شوې ده،ولې مخکې نه دا ماین نه الوته خو په دې موږ هم نه پوهیږو،چې دا ماین چا دلته راوړی دی او څنګه دلته پيدا شو."

دغه دردونکې پېښه تیره ورځ سهار وختي شاوخوا اته بجې هغه مهال رامنځته شوه،چې دولس تنو ماشومانو،چې ټولې نجونې دي د خس په راټولولو بوختې وې،چې پر یوه ماین برابر شوي او پر چاودلی دی.ددې پيښې په پایله کې لس تنه نجونې وژل شوې او دوه تنه ورې ټپي شوې وې،چې وروسته يي درملنه وشوه.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG