ګارډین ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي، په افغانستان کې د امریکایي خاصو ځواکونو یو عسکر په هغو عملیاتو کې ووژل شو، چې د وسله والو له منګولو د یوه امریکایي ډاکټر د ژغورنې لپاره د تیرې یکشنبې په ورځ ترسره شول.
دغه عملیات چې په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان الن په امر ترسره شول هدف یې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د امریکایي ډاکټر ډیلیپ جوسیف ژغورل و، چې د ورځپاڼې په وینا تیره اونۍ د چهارشنبې په ورځ وسله والو په دې ولسوالۍ کې تښتولی و.
ګارډین وړاندې لیکي، سپینې ماڼۍ په یوې خپره کې اعلامیې کې په دغو عملیاتو کې د امریکایي خاصو ځواکونو د یوه عسکر وژنه تایید کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د یوه امریکایي د ژغورنې لپاره دغه عملیات د دوي د پوځ د هغه فوق العاده جرات، مهارت او وطنپالنې ښکارندویي کوي، چې دوی یې هلته هره ورځ له ځانه ښیي.
امریکایي والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په دې اړه په یوه مطلب کې د سپینې ماڼۍ له قوله په دغو عملیاتو کې د یوه امریکایي عسکر ترڅنګ د او وسله والو طالبانو، چې ډاکټرجوسیف یې په ولکه کې و، د وژل کیدو هم ویلي دي.
د بریتانیا چاپ ټایمز ورځپاڼې بیا په دې اړه په یوه مطلب کې د مارنینګ سټار ډیویلپمینټموسسې له قوله چې امریکایي ډاکټرجوسیف ورسره کار کوي ویلي، چې د ژغورنې په عملیاتو کې هغه ته زیان نه دی رسیدلی او روغتیایي وضعیت یې ښه دی.
ټایمز لیکي، په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن وویل، د ژغورنې دغه ماموریت د طالبانو د ماتولو لپاره د دوی د کلکې ژمنې ښکارندوي کوي، خو ورځپاڼې د سیمه ییزو منابعو په حواله برمته نیونکي جنایت کاران یاد کړي دي.
ګارډین ورځپاڼه په کابل کې هغه جومات چې سل میلیون ډالر پرې لګول کیږي، له ۲۰۱۴ کال وروسته د یوې سختې سیالۍ نښه ده، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي، تیره میاشت څرګنده شوه، چې سعودي عربستان په کابل کې پر یوه جومات او د اسلامي ښوونې د مرکز په جوړولو سل میلیون ډالر لګوي، جومات به یې لکه په اسلام اباد کې فیصل جومات ته چې اتیایمه لسیزه کې جوړ شوی دی، ورته وي.
د سعودي عربستان د حج او اوقافو وزیر داعي الحق عابد که څه هم هڅه وکړه، چې دا ډاډ ورکړی، چې دغه اسلامي مرکز په دې خاطر نه جوړیږي، چې ګواکې دا هېواد غواړي له ۲۰۱۴ کال وروسته چې ناتو له افغانستانه ووځي، د دې هېواد په چارو کې خپله ونډه زیاته کړي خو د ورځپاڼې په وینا مسله هم داسې ده.
ګارډین ورځپاڼه وړاندې لیکي، د اویایمې لسیزې راهیسې په دې سیمه کې چې په کې افغانستان او پاکستان موقیعت لري د سعودی عربستان په مرسته اولمسون جګړه روانه ده.
د تیلو بډایه عربستان چې امریکا هم پرې اتکالري، له شیعه ایران سره د قدرت د برلاسۍ لپاره سیالیو دغه جګړه پیچیلې کړې ده.
د ورځپاڼې په وینا د منځني ختیځ په لویدیځ کې دغه جګړه د دریم ګړو هیوادونو په مرسته پرمخ وړل کیږي.
ګارډین زیاتوي، په ترټولو یوه بد حالت کې به د افغانستان سرنوشت د سیمه ییزو قدرتونو په سیالیو کې راګیرشي.
سعودی عربستان به په ښکاره له ۲۰۱۴ کال وروسته له دریو نورو زورورو سیالانوسره یوځای شي: روسیه چې پوتین یې د له لاسه وتلي حیثیت او اعتبارلپاره هڅه کوي، چین چې په منځنۍ اسیا کې یې ګټو ته مخه کړې او شیعه ایران.