د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۴

هوګوچاویز د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره کیوبا ته ځي


د وینزیویلا ولسمشرهوګوچاویز چې له ۱۹۹۹ کال راهیسې د دې هیواد واګې په لاس کې لري، د ورپیښې ناروغۍ له کبله ښایي ونه توانیږي چې د جمهوري ریاست اوسنۍ شپږکلنه دوره ترپایه بشپړه کړي.

د وینزیویلا ولسمشر هوګو چاویز د سرطان د ناروغۍ د درملنې لپاره بیا کیوبا ته ځي.

چاویز چې په تیرې اکتوبر میاشت کې د جمهوري ریاست د یوې بلې شپږکلنې دورې لپاره غوره شوی؛ له تیرکال راهیسې یې څوځلې په کیوبا کې د سرطان عملیات او درملنه شوې ده.

۵۸ کلن چاویز چې د لومړی ځل لپاره یې په عام محضر کې خپله ناروغي ومنله؛ ښایي په قدرت کې ترپایه پاتې نه شي. هغه وویل، که دی ونه شي کولای، چې د جمهوری ریاست چارې سمې پرمخ یوسي، د هغه مرستیال نیکولاس مادوروبه د جمهوري ریاست مسولیت ته اوږه ورکړي او له خپلو پلویانو یې وغوښتل؛ چې که خبره د نویو انتخاباتو شوه نومادورو ته رایه ورکړي.

چاویز له کویبا څخه کاراکاس ته له ستنیدو وروسته په ټلویزیوني خبرو کې دغه اعلان وکړ او ویې ویل، که دی د خپل روغتیایي وضعیت له امله ونه توانیده چې خپله دنده په سمه توګه پرمخ یوسي؛ نود ده پلویان دې د هغه د اوږدې مودې متحد مادورو ترشاه چې پخوا د بهرنیو چارو وزیر او اوس د ده مرستیال دی، ودریږي.

"که څه پیښ شول، چې زه په یوشکل ونه شم کولای نو په دغسې وضعیت کې نیکولاس مادوروبه نه یواځې داچې له اساسي قانون سره سم د جمهوري ریاست دوره بشپړه کړي؛ بلکه زه بشپړ باورلرم چې که د جمهوري ریاست د ترسره کیدو اړتیا ولیدل شوه؛ نو تاسو نیکولاس مادورو د وینزیولا د جمهورریس په توګه غوره کړئ. دا غوښتنه له تاسو د زړه له کومې کوم."

هوګو چاویز چې د وینزیولا د اردو یو پخوانی افسر دی؛ د دې هیواد په بې وزلو خلکو کې په دې خاطر له ډیر محبوبیته برخمن دی؛ چې د تیلو له درکه د ترلاسه شویو عوایدو زیاته برخه یې په دې هیواد کې د عامې روغتیا او ښوونې اوروزنې په چارو لګولي دي.
XS
SM
MD
LG