په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو چارواکې وايي، چې د دې هېواد له امنیتي ځواکونو سره په ګډه کوښښ کوي، چې د امنیتي مسئولیتونو په مخ کې پراته خنډونه په ګډه له منځه یوسي.
د ایساف ویاند جنرال ګونټر کټز وویل، چې د امنیتي مسئولیتونو د سپارلو د بهیر په مخ کې پخوا خنډونه نه وه، خو ده له وسله والو مخالفینو سره مبارزه په دې لار کې یو ګواښ وباله.
نوموړي د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته په دې اړه وویل:
“خاص ستونزي نسته، په ټوله کې له وسله والو مخالفینو سره مبارزه یوه ستونزه ده، خو په باوري ډول سره په هغو سیمو کې به پر وسله والو فشارونه ډیر کړو، چې د امنیتي مسئولیتونو څلورم او پنځم پړاونه په کې عملي کیږي.
موږ به یو وار بیا هم پر وسله والو غښتلي سو او وبه کولای سو، چې وسلوالو مخالفینو ته به ماته ورکړو.”
خو له دې سره سره د ایساف ویاند وویل، په هغو سیمو کې چې امنیتي مسئولیت یې افغان ځواکونو ته سپارل سوی د تاوتریخوالي او وسله والو مخالفینو فعالیتونه کم شوي.
نوموړي په هغو سیمو کې د ګډو عملیاتو پر کولو او د وسله والو مخالفینو پر ځپلو ټینګار وکړ، چې د امنیتي مسئولیتونو د سپارلو په راتلوونکې پړاو کې به یې مسئولیت افغان ځواکونو ته وسپارل سي.
د امنیتي چارو افغان پوهان په دې باور دي، چې د نړیوالو ځواکونو په نه موجودیت کې به افغان ځواکونه له وسله والو مخالفینو سره د مبارزې وس ونه لري.
د دغو کارپوهانو له ډلي جنرال امرالله امان ازادۍ راډیو ته وویل، چې د افغان ځواکونو تجهیز او روزني ته په تیرو وختونو کې سم پام نه دی شوی:
“هغه ژمني چې نړیوالي ټولني افغان امنیتي برخو ته ورکړي وې، لا عملي سوي نه دي، که چیرې له 2013 کال څخه وروسته تر 2014 م کال پوري امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته ورسپارل کیږي، نو د افغانستان ستونزمنه ارازي ته په کتلو دوی دفاع ته تیار نه دي او له نورو ستونزو سره هم مخ کیږي.
حتی دوی د یوې څرخي الوتکې ملاتړ نه لري، په دې ارازي کې د توپچې ملاتړ هم نه لري، نو له ډیرو ستونزو سره مخ کیږي او عاجز دي.”
ټاکل شوې، چې د 2013 کال تر نیمايي پورې افغان ځواکونو ته ټول امنیتي مسئولیتونه وسپارل شي.
افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسئولیتونو دریم پړاو په وروستیو کې بشپړ سو او افغان حکومت وايي، چې اوس افغان ځواکونه د ټولي خاوري د 75 فیصده برخي مسئولیت لري.
تر اوسه معلومه نه ده، چې له بهرنیو ځواکونو څخه به افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو د سپارلو څلورم پړاو کله پیل شي.
خو د امریکايي او ناټو ځواکونو چارواکو په وروستیو کې وویل، چې د امنیتي مسئولیتونو د سپارلو راتلوونکی پړاو به د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا اعلان شي.
معصوم میوند- کابل