ټاکل شوې ده، چې د افغانستان پاکستان او ترکیې مشران په نژدې راتلونکې کې د ترکیې په انقرې کې خپلو کې درې اړخیزه غونډه وکړي.
د ولسمشر کرزي ویاند ایمیل فیضي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د درې واړو هېوادونو د مشرانو دا غونډه د پخوانیو درې اړخیزو غونډو په لړ کې جوړیږي، چې هدف یې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او په سیمه ییزو مسلو بحث دی.
ولسمشر کرزي ویلي، چې په دې غونډه کې به د پاکستان له ولسمشر سره د افغانستان د ملي امنیت پر ريیس د وروستي برید مسله چې د نوموړي په وینا پاکستان کې پلان شوی هم یاده کړي.
رسنۍ وايي، چې ولسمشر کرزی به د سې شنبې او چارشنبې په ورځو په انقره کې د پاکستاني او ترکيي مشرانو سره خبرې وکړي.
دا درې واړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ دا ډول اومه سرمشریزه ده، چې جوړیږي او په کې به د سیمې په روانو حالاتو ، په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت او د درواړو هیوادونو ترمنځ په بیلابیلو برخو کې د همکاریو په زیاتیدو خبرې وشي.
د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمیل فیضي ددې غونډې په اړه ازادۍ راډيو ته وویل چې په دې غونډه کې به هم د افغانستان د سولې پر بهیر ، پر هغو امنیتي ستونزو چې سیمه ورسره مخ ده او پر یو شمیر نور مسلو د افغانستان ، پاکستان او ترکیې مشران خپلو کې بحثونه وکړي ، خو نوموړی وايي، د افغانستان د ملي امنیت پر ریس اسدالله خالد د ورستي برید له کبله، ټاکل شوې ده چې ددې غونډې په اجنډا کې یوه بله موضوع هم ورزیاته شي او هغه دا چې افغان حکومت به پر اسدالله خالد د هغه برید په اړه له پاکستاني لورې توضیحات وغواړي چې په پاکستان کې پلان شوی وو:
"د افغانستان اسلامي جمهوریت غواړي په دې اړه هم له پاکستان څخه وضاحت وغواړي چې پر اسدالله خالد برید کونکی انتحاري کس بیا هم له پاکستان څخه راغلی و، په دې اړه موږ له پاکستان څخه د وضاحت غوښتونکي یوو.
دا یو بل محور دی چې د هغې غونډې پر اجنډا ور زیات شوی چې ټاکل شوې ده په نژدې راتلونکې په انقره جوړه شي . خو په مجموعې توګه د پخوانیو غونډو په لړ کې یو بله جوړیدونکې غونډه ده چې د بحث موضوع یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاري ده ."
ولسمشر حامد کرزي هم د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د ترکیې په غونډه کې به د افغانستان د ملي امنیت پر ریس د برید مسله چې د ښاغلي کرزي په وینا پاکستان کې پلان شوی و د پاکستاني چارواکو سره یاده کړي.
ټاکل شوې ده چې په انقره کې په دې غونډه کې د افغانستان ، پاکستان او ترکیې امنیتي چارواکي هم خپلو کې پر امنیتي مسلو خبرې وکړي . ایمیل فیضي په دې اړه وویل:
"د دې ترڅنګ چې د افغانستان ، پاکستان او ترکیې مشرانو خپلو کې خبرې کوي ټاکل شوې ده چې د درې واړو هیوادونو امنیتي چارواکي هم خپلو کې خبرې وکړي.
مخکې داسې ټاکل شوې وه چې د افغانستان د ملي امنیت ریس اسدالله خالد به هم په دې غونډه کې برخه اخلي ، خو له بده مرغه د وروستي تروریستي برید له کبله نوموړی تر اوسه روغتون کې دی ، چې هیلمن یوو زر روغتیا ور په برخه شي.
خو افغان حکومت او هغه ډله چې د افغانستان د حکومت په استازیتوب دې خبرو اترو کې برخه اخلي چمتو دي او هیلمن یوو چې دا خبرې به ښه نتایج ولري."
ترکیه چې له افغانستان او پاکستان دواړو سره ښې اړیکې لري له اوږدې مودې راهیسې د دروې واړو هیوادونو د مشرانو د دا ډول غونډو په جوړولو ، هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاري زیاتي او په سیمه کې د ناکراریو پر ځای سوله او ثبات ټینګ شي.