یوه انتحاري بریدکوونکي پرون د افغانستان د ملي امنیت د ادارې له مشر اسدالله خالد سره په پټه کتنه کې ځان والوزاوه. افغان چارواکي وايي، چې بریدکوونکي د سولې له پیغام سره د خالد لیدو ته راغلی و.
نژدې یوکال مخکې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني په یوه ورته برید کې ووژل شو. د هغه او دې برید مسوولیت وسله والو طالبانو منلی؛ خو د ملي امنیت چارواکي وايي، چې د دې پېښې په اړه د دوی تحقیقات پیل شوي.
چارواکي وايي، د اسدالله خالد ټپونه سخت دي خو عملیات یې په بري سره پای ته رسېدلي او ویل کيږي، چې د مرګ خطر یې له منځه تللی دی. اسوشیېټډ پریس خبري آژانس راپور ورکوي؛ چې د بم چرې د خالد پر ګېډه او له نامه کښته وجود لګېدلی.
ولسمشرحامد کرزی چې د خالد لیدو ته د ملي امنیت روغتون ته تللی و؛ وویل، ښايي نوموړی د علاج لپاره بهر ته واستول شي. ښاغلي کرزي چې له روغتونه بهر خبرې کولې؛ زیاته یې کړه، دا امېد شته چې اسدالله خالد ژر ښه شي.
د ملي امنیت د عمومي ریاست ویاند شفیق الله طاهري آزادۍ راډیو ته وویل؛ بریدکوونکی د سولې له یوه جعلي پیغام سره د خالد د لیدو لپاره د ملي امنیت مېلمستون ته تللی و:
یوه افغان مقام د خپل نوم نه ښودلو په شرط اسوشیېټډپریس خبري آژانس ته ویلي؛ چې بریدکوونکی د ملي امنیت ادارې د مشر د ناستې ځای ته تررسېدو مخکې له لږترلږه یوې پوستې څخه تېرشوی.
دا مقام وايي، په دې مېلمستون کې د استخباراتو د نورو ادارو په څېر کلک امنیتي تدابیر نه و نیول شوي؛ خو د شجاع مموزي په نوم د دې سیمې یو اوسېدونکی وايي؛ شاخوا خلک پوهېدل چې دا د اسدالله خالد استوګنځی دی.
په هرحال د برید څرنګوالی تراوسه دقیقاً معلوم نه دی خو د ملي امنیت ریاست چارواکي وايي؛ چې د پېښې په اړه د دوی تحقیقات پیل شوي دي.
د برید مسوولیت وسله والو طالبانو منلی. دا پنځم ځل دی چې طالبان د اسدالله خالد د وژنې هڅه کوي. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد وویل؛ چې د ملي امنیت عمومي رییس د حافظ محمد په نوم د یوه ځان وژونکي بریدکوونکي له خوا په نخښه شو.
اسدالله خالد چې مخکې یې د غزني او کندهار د والي او د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر پر دندو کار کړی په سپټمبر میاشت کې د ملي امنیت د رییس په توګه له ولسي جرګې د اعتماد رایه واخیسته.