د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د سوریې ولسمشر بشار الاسد ته خبرداری ورکړی، چې که رژیم یې د یاغي وسله والو یا د مخالفینو د پلویانو پر ضد کیمیاوي وسلې وکاروي نو له سختو عواقبو سره به مخ شي:
"نن زه غواړم چې بشارالاسد او د هغه ترواکمنۍ لاندې نورو کسانو ته دا بیخي واضح کړم:
نړۍ تاسو څاري، د کیمياوي وسلو کارول به بیخي د نه منلو وړ وي او که تاسو د دغو وسلو په کارولو سره دغه له غمیزې ډکه اشتباه وکړئ، عواقب یې سخت وي او تاسو به یې مسول یاست."
اوباما په دې اړه، چې که د اسد رژیم دغه کیمیاوي وسلې وکاروي له څه ډول عواقبو سره به مخامخ شي، جزیات څرګند نه کړل.
اوباما د تیرې دوشنبې په ورځ دا څرګندونې وروسته تردې وکړې، چې امریکایي چارواکو وویل، استخباراتي مامورینو کشف کړې چې د سوریې رژیم د کیمیاوي وسلو د تجهیزاتو انتقالول په وروستیو ورځو کې پیل کړي چې احتمالا پر مخالفو ځواکونو استعمالول یې هدف وي.
سپینې ماڼۍ مخکې ویلي و، چې د هرې کیمیاوي وسلې استعمال به واشنګټن سره کرښه وانګیري.
د سوریې د کیمیاوي وسلو په اړه د راپورونو په عکس العمل کې د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وویل، چې حکومت به تر هر ډول شرایطو لاندې هیڅ کله هم د خپلو خلکو په وړاندې کیمیاوي وسلې ونه کاروي.
د سوریې رژیم نه د کیمیاوي وسلو لرل تایید کړي او نه یې هم رد کړي دي، خو راپورونه وایي چې دا هېواد د مسترد او سارین ګازو د عصبو د وژلو خطرناکه زهري کیمیاوي وسلې لري.
په یوه بل پرمختګ کې ټاکل شوې ده، چې ناتو د سې شنبه په ورځ د ترکیې هغه غوښتنه رسما منظور کړي چې له دې سازمانه یې غوښتي دي چې سوریې پولې ته څیرمه د هوایي مدافع توغندي ځای پرځای کړي، څو
دا هېواد د هغو توغندیو او الوتکو د ګواښ په وړاندې خوندي شي، چې کیدای شي له خپل ګاونډ سوریې څخه ورته متوجه وي.
تمه ده، چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د بلجیم په مرکز بروکسل کې دغه پلان منظور کړي.
راپورونه وایي، چې د امریکا متحده ایالات او هالند د ناتو غړې ترکیې ته د پترویت میزایل، چې په هوا کې توغندي او الوتکې تخریبولای شي ورکړي.
د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین ترکیې ته خبرداری ورکړی چې له سوریې سره په پوله د پترویت توغندیو ځای پرځای کول به یواځې دښمني راوپاروي.
پوتین دا څرګندونې د ترکیې له صدراعظم تیپ اردوغان سره له خبرو وروسته په استانبول کې وکړې.
ترکیې چې په خپله خاوره کې یې په زرګونو سوریایي کډوالو ته پناه ورکړې په کراتو کراتویې د بشارالاسد د رژیم د لیرې کیدو غوښتنه کړې ده.
په سوریه کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو له وجې ملګروملتونو په دې هیواد کې د مرستو رسولو د فعالیتونو د دریدو اعلان کړی او ویلي یې دي چې ټول غیرضروري کارکونکي له دې هیواده باسي.
ملګري ملتونه په سوریه کې شاوخوا سل بهرني او نهه سوه سیمه ییز کارکونکي لري.
د ملګروملتونو چارواکو ویلي، چې په دې وروستیو کې په پایتخت دمشق کې وضعیت ډیر خطرناک شوی دی.
د د مشق په څنډو کې د یاغیانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د جګړو سختوالي نړېوال هوایي ډګر له ګواښ سره مخ کړی، چې د مصر او اماراتو د هوایي شرکتونو په ګډون یې یو لړ شرکتونه دې ته اړ کړي چې د مشق ته خپلې الوتنې لغو کړي.
حکومتي ځواکونو د دمشق په څنډو کې د وسله والو مخالفینو پر سنګرونو بریدونه کړي، چې د هغوي د وړاندې تګ مخه ونیسي او د هوایي ډګر په شاوخوا کې هم د جګړو راپورونه ورکول کیږي.
راپورونه وایي، چې د سوریې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند له هېواده تښتیدلی چې دا د سوریې د رژیم د وارخطایي بله نښه ده.
ویل کیږي، جهاد المقد یسي چې په عام محضر کې یې د سوریې د رژیم دفاع کوله بیروت یا لندن ته تښتیدلی دی.
تراوسه دغه راپورونه ندي تایید شوي او داهم روښانه نه ده چې مقدیسي له خپلې دندې لیرې شوی او که د مخالفینو خوا ته اوښتی دی.