د پولیسو هغه سرتیری، چې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال د ساتونکو له خوا په کابل کې وهل شوی وو، د افغان ولسمشر وروستۍ پریکړې ډیر خوشحاله کړی دی.
د ولسمشر د دې پریکړې له مخې د ولسي جرګې لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر له دغه سرتیري څخه بخښنه وغوښته.
دغه سرتیري وویل، دا ازادي راډیو وه چې د ده د وهلو انځورونه یې خپاره کړل او په ترڅ کې یې د ده د حیثیت اعاده وشوه.
اته ویشت کلن محمد اسماعیل هغه سرتیری دی، چې شااوخوا دوه اونۍ مخکې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال ظاهر قدیر د ساتونکو له خوا وهل ټکول شوی وو.
محمد اسماعیل د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې له نهو کلونو راهیسې د پولیسو په لیکو کې خدمت کوي.
نوموړی وایي، کله چې شا اوخوا دوه اونۍ وړاندې د کابل په وزیر اکبر خان مینه کې ځآن وژونکې حمله وشوه، دوی د قومندان په حکم سیمې ته ورسیدل او سیمه یې کلابنده کړه.
اسماعیل وایي دی په همدې ورځ د ظاهرقدیر د ساتونکو له خوا د ټوپکو په میل او قنداغ ووهل شو:
"مونږ ته د کابل د امنیې قومندان او د حوزې د امر له خوا هدایت راکړل شو چې له کوڅې څخه خلک وباسو.
هلته ما له یوه کس نه چې شخصې جامې یې په تن او پکول یې په سر کړی وو، غوښتنه وکړه چې له کوڅې نه ووځي.
ده له کوم دلیل پرته ماته سپکې سپورې وویلې، ډیرې بدې خبرې راته وکړې، زه هغه خبرې نه شم تکرارولی، ده زما یخن ته لاس را واچاوه او باډی ګارډانو ته یی وویل چې له مانه وسله واخلي.
باډی ګارډانو زما پر مخ، شا او غاړه د ټوپکو میلې کیښودې، دوی مرمۍ تیرې کړې وې او ماته یې ویل چې ټوپک وغورځوه."
دی وایی، هغه کس، چې باډی ګارډانو ته یې د پولیس د وهلو امر کړی وو، د ولسي جرګې د لومړي مرستیال ظاهر قدیر ورور وو.
محمد اسماعیل وایي هغه وخت ډیر ناهیلی شو چې خولۍ یې پرځمکه پریوته او د ده ټول ملګري له ده څخه لرې ولاړ وو:
"کله چې دوي پرما باندې د ټوپکو قیدونه ووهل، ومې لیدل چې زما ملګري ماته نږدې نه وو راغلي ترڅو هغه کس ته ووایي چې ته څه کاره یې چې له پولیس سره جګړه کوې.
زه ډیر خفه شوم، زما هم سنګر هم زما له څنګه لرې ولاړ او زما دفاع یې ونه کړه، ما هغه وخت د یوازېتوب احساس وکړ چې خولۍ مې پرځمکه ولویده، ما د خولې د راپورته کیدو وس نه درلوده، زما خولۍ چې پرځمکه ولویده دا معنی لري چې، د قومندان، وزیر او ولسمشر خولې پرځمکه ولویده."
محمد اسماعیل وایي دی د کابل په شکر درې سیمه کې په یوې بې وزله کورنۍ کې ژوند کوي او تراوسه یوازې یوه ماشومه لور لري.
دی وایي د بۍ وزلې او یوازیتوب احساس یې هغه وخت له منځه ولاړ چې د ولسمشر له فرمان سره سم د ولسي جرګې لومړي مرستیال ورڅخه بښنه وغوښته.
ده له ازادي راډیو څخه هم مننه وکړه چې د لومړي ځل لپاره یې د ده د وهلو ټکولو انځورونه خپارل کړل او دغه مسله یې اړوندو چارواکو ته ورسوله.
د محمد اسماعیل له وهل ټکولو وروسته ولسمشر حامد کرزي یو فرمان صادر کړ چې په کې ویل شوي، هیڅ چارواکی حق نه لري چې له امنیتي ځواکونو سره بد چلند وکړي.
د جمهوري ریاست د چارو د ادارې ویاند رفیع فردوس ازادي راډیو ته وویل که له دې وروسته کوم چارواکي امنیتي ځواکونو ته سپکاوی او یا هم د دوی وهلو ته اقدام کوي، نو ترعدلي تعقیب لاندې به راځی.
دغه سرتیری له افغان حکومت څخه غواړي چې د امنیتي سرتیرو د حیثیت اعادې ته ډیر پام وکړي او اجازه ورنه کړي چې هرچارواکی له خپل واک څخه غلطه ګټه واخلي او له دوی سره بد چلند وکړي.
محمد اسماعیل یوازنی سرتیری نه دی چې د لوړپوړو چارواکو له بد چلند څخه شکایت کوي، بلکه له دې وړاندې یوشمیر نورو پولیسو هم ازادي راډیو ته شکایت کړی چې ځینې چارواکي او د ملي شورا غړي ورسره بد چلند کوي.
راپور : اسدالله لودین کابل