د شنبې ترغرمې وړاندې د پاکستان په ډیره اسماعیل خان ښار کې یوې بمي چاودنې شیعه ویرګرو ته درنه مرګ ژوبله واړوله.
چارواکي وايي، شیعه ګان د عاشورا د ماتمي مراسمو په ترڅ کې دتکیه خانې پر لور روان وو؛ چې د لارې په اوږدو کې پرې چاودنه وشوه.
ډیره اسماعیل خان د پيښور جنوب ختیځ لور ته په درې سوه کلومترۍ کې پنحاب ته پر پوله موقعیت لري.
امنيتي مسوولین په دې چاودنه کې د اوو تنو ویرګرو د وژل کیدو او د یوه پولیس په ګډون د اتلسو نورو د ټپي کیدو خبر ورکوي.
پولیس وايي، په وژل شویو کې څلور تنه ماشومان هم شامل دي.
دولتي تلویزیون د ځايي امنيتي مسوولینو له قوله دیوشمیر ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک بللی او وايي، چې ښايي د وژل شویو اصل شمیر نورهم زیات شي.
د پولیسو ځايي مشر افسر قاضي جمیل الرحمان وايي، په چاودنه کې تر پنځو کلوګرامه چاودیدونکي مواد کارول شوي او له شواهدو ښکاري، چې په کور کې جوړ شوی ماین و :
" زموږ د لومړنیو تحقیقاتو او معلوماتو له مخې چاودیدونکي مواد د ریموټ په واسطه چول شوي؛ چې په ترڅ کې يې اووه تنه ووژل شول او اتلس نور ټپيان شول.
د ښار په ټولو حساسو سیمو کې له وړاندې کلک امنيتي تدابیر نیول شوي؛ خو دا پيښه په داسې ځای کې وشوه، چې زموږ په پلان کې شامله نه وه. تر دې پيښې وروسته مو ټولو حساسو سیمو ته د پولیسو ځانګړي ټيمونه واستول؛ ترڅو د ورته احتمالي پيښو پر وړاندې لازم اقدامات وکړي."
په عین حال کې له سیمې تر لاسه شوي راپورونه وايي، چې تر چاودنې وروسته د دې ښار د ځينې حساسو او شیعه میشتو سیمو امنیت پوځ ته سپارل شوی او ډیری لارې د خلکو پرمخ تړل شوي دي.
په ډیره اسماعیل خان کې دا چاودنه په داسې وخت کې شوې؛ چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې وویل؛ چې د فرقه يي تشدد د مخنیوي لپاره په ټول پاکستان کې خاص امنیتي تدابیر نیولي دي او په لسګونو زره تازه دمي پولیس يې پردندو ګومارلي دي.
د کورنیو چارو وزیر همداراز وویل، چې د امنيتي تدابیرو په لړ کې يې د پاکستان په ۴۹ ښارونو کې د موبایل تلیفون شبکو فعالیت بند کړی؛ د موټر سایکلونو پر تګ راتګ بندیز لګول شوی او د پيښور په ګډون په یوشمیر ښارونو کې دیره افغان کډوالو ته هم خبرداری ورکړل شوی؛ چې د یکشنبې تر ماښامه دې تګ راتګ نه کوي.
په پاکستان کې د تیر په څير د محرم له پيله د فرقه يي تشدد پيښو زور اخیستی. تردې وړاندې په راولپنډۍ کې د شیعه ګانو د ویر پر یوې غونډې انتحاري حملې ۲۳ کسان ووژل او لسګونه نور يې ټپيان کړل.
په پاکستان کې فرقه يي تشدد پخوانۍ ريښې لري، د محرم په څير په څانګړیو ورځو کې ځينې افراطي ډلې پر یو بل حملې کوي؛ خو په وروستیو څو کلونو کې دغه دښمني تر درنو بمي چاودنو او ځانمرګیو بریدونو رسیدلې.
که څه هم د تیرو کلونو په نسبت سږکال په ټول پاکستان کې امنيتي تدابیر سخت کړل شوي؛ د پيښور په ګډون د ډيری ښارونو مرکزي سیمې تړل شوي، خو په دې میاشت کې دا څویم ځل دی چې پر شیعه ویر کوونکیو ورته چاودنه کیږي.
راپور: مجیب الرحمان انګار