د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۸

پاکستان پرون د یو شمير اسلامي هيوادو د مشرانو د یوې غونډې کوربه و


د مخ پر ودې اتو اسلامي هیوادونو دمشرانو یا استازيو اتمه نوبتي غونډه د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې جوړه شوه.

د(D8) په نوم په دغه سازمان کې پر پاکستان سربیره اندونیزیات، مالیزیان، مصر، ایران، ترکیه، نایجریا او بلګله دیش غړیتوب لري او هر دوه کاله پس په یوه هیواد کې نوبتي غونډه کوي.

د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري، چې د راتلونکیو ددو کلونو لپاره ددې سازمان د مشر په توګه وټاکل شو سرمشریزې ته په وینا کې د غړیو هیوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې او سوداګرۍ پراختیا د سیمې او نړۍ په ګټه وبلله او ژمنه يې وکړه، چې پاکستان به په دې لړ کې دځان او نورو دګټې لپاره ګټور ګامونه پورته کړي :

"نن ډي اته (د اتو مخ پر ودې هیوادونو سازمان)، يواځې هيوادونه نه، بلکې اته ډيموکرات جمهوريتونه دي. موږ بايد خپل اقتصاد ته وده ورکړو، خپلو خلکو ته د کار زمينه برابره کړو او د هغوى امنيت خوندي کړو. ډي8 دا وړتيا لري، چې دا ايجنډا پرمخ بوځي، موږ به نن په دې شريکه غونډه کې يوه ګډه آعلآميه خپره کړو، چې دا به د دې سازمان دغړیو هیوادونو د پرمختګ لومړنى ګام وي."

زرداري وویل، سره له دې چې هیواد يې د ترهګرۍ ښکار دی خو په خبره يې بیا هم دبهرنۍ پاګونې لپاره پاکستان یو له مهمو هیوادونو دی او غوښتنه يې وکړه چې ددې سازمان غړي هیوادونه باید په دې هیواد کې پانګونه وکړي او تجارتي اړیکې ورسره لا پراخې کړي.

په دې غونډه کې د ایران جمهور رئیس محمود احمدي نژاد، د اندونیزیا جمهور رئیس سسیلو، د نایجیریا جمهور رئیس ګډلک جوناتهن، د ترکيې صدراعظم رجب طیب اردوان، د مالیزیان مرستیال صدراعظم او دبنګله دیش دصدراعظم مشاور دخپلو هیوادونو په استازیتوب ګډون درلود.

ټاکل شوې وه، چې د مصر جمهور رئیس محمد مرصي به هم د ډي ايټ سازمان په اتمه غونډه کې ګډون وکړي خو د ناڅرګندو وجوهاتو له امله د نوموړي پرځای د هغه مرستیال په غونډه کې ګډون وکړ.

غونډې ته د ایران جمهور رئیس محمود احمدي نژاد هم وینا وکړه، خو نوموړي د سازمان د اهدافو برعکس چې تر ډيره پر اقتصادي مسایلو راڅرخي، د سیمې او نړۍ د سیاست په اړه وغږید.

د اندونیزیان جمهور رئیس سسیلو د نورو ګډونوالو پشان دغه سازمان د غړیو هیوادونو ترمنځ د تجارتي حجم په لوړاوي کې ګټور وباله او ټينګار يې وکړ چې یو دبل له وړتیاوو او همکاریو نه په استفادې باید په لړ کې لا ډیرې لاسته راوړنې ولري :

"نن ورځ، د يوې سوله ييزې او سوکالې ورځې لپاره اړينه ده، چې بايد هيوادونه يو پرمختللى او ډاډمن اقتصاد ولري. نو د همدې موخې لپاره د نړۍ هيوادونه هڅه کوي، چې په اقتصادي ډګر کې لا نور پرمختګ وکړي، چې په دې هڅه کې ډېرى هيوادونه بريآلي شوي هم دي. نورو هيوادونو ته هم پکار دي، چې د سوله ييزې نړۍ د رامنځته کيدو په نيت په اقتصادي برخه کې پرمختګ وکړي."

پر نوموړي سربیره د مالیزیان مرستیال صدراعظم، دنایجیریان جمهور رئیس، د بنګله دیش دصدراعظم مشاور، د مصر مرستیال جمهور رئیس او نورو ویناوې وکړې او دخپل منځي اړیکو په لا پراختیا يې ټينګار وکړ.

د ډی ایټ سازمان هدف په نړیوال اقتصاد کې د سازمان د غړیو د رول پراختیا، په خپلو کې د اقتصادي روابطو د ټینګولو لپاره د تازه لارو موندل، په نړیواله کچه په سترو پریکړو کې د برخې اخیستو لپاره د زمینې برابرول او د ژوند د کیفیت لوړل دي.

که څه هم پاکستاني مقامات په اسلام اباد کې ددغې غونډې دایریدل د خپل مخ په زړو اقتصاد د ښه کیدو لپاره لویه لاسته راوړنه ګڼي، خو په سرمشریزه کې دمصر د جمهور رئيس او د مالیزیان و بنګله دیش دصدراعظمانو پرځای دهغوی د مرستیالانو ګډون دا اندیښنې رامنځته کړي چې ښايي دغونډې لاسته راوړنې هم اغیزمنې کړي.

راپور: مجيب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG