د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۷

د بهسودو پل د نه جوړیدو په غبرګون کې د نه خوړو اعتصاب


د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل حاجي عبدالبصیر د سې شنبې په ورځ وروسته له هغې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړ، چې دولتي چارواکو په ننګرهار کې د بهسودو پل په رغیدو سترګې پټې کړي.

له يوې خوا د انجینرۍ له نظره د دغه پُل عمر بشپړ شوی او له بل لوري شاوخوا دوه کاله وړاندې د دې پله پر سر د ناټو ځواکونو پر اکمالاتو ځان وژونکي بریدونه وشو، چې دغه پله ته يي زیان واړوه.

د ولایتي شورا وکیل حاجي عبدالبصير، چې د نه خوړو اعتصاب يي پيل کړی وايي، پر دغه پله د موټرو تګ راتګ ډير دی او پُل ورکوټی دی، چې هره ورځ پرې د ساعتونو ساعتونو لپاره موټرې په کتار ولاړې وي، چې له امله يې ډيرو سختو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د نوموړي په خبره، چارواکي له تیرو دوو کلونو راهیسې دوی ته د دې پله د جوړیدو وعدې ورکوي،خو په عمل کې يي هیڅ اقدام نه دی کړی،چې د دوی وروستی هڅه د اعتصاب پیليدل دي او تر هغه به دوام ورکړي،ترڅو چې يي غوښتنې نه وي منل شوي:

"زما اعتصاب وروستی مرحله ده، له دې وړاندې مو له رييس جمهور سره مشرانو جرګې، وکیلانو او وزیرانو ته مو په وار وار دا ستونزه شریکه کړې ده، خو د دوي له خوانه موږ ته مثبت جواب نه دی راکړل شوی، د دې پله له امله خلک له ډيرو مشکلاتو سره مخ دي، ځينې حامله خویندو ماشومان زیان کړي، نورو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، زموږ ځوانان په وخت سره پوهنتونو ته نه رسیږي،نو تر هغه به دې اعتصاب ته دوام ورکوو،چې دا ستونزه يي نه وي حل کړي."

نوموړی وايي، چې د ده له دې پریکړې نه ټولې ولایتي شورا او یو شمېر قومي مخورو هم خپل ملاتړ اعلان کړی.
له ښيوې او کوز کونړ ولسوالیو نه دوو راغلو تنکیو ځوانانو هم له حاجي عبدالبصير سره په دې اعتصاب کې ځان شریک کړ.

دوي وايي، تر څو چې يي غوښتنې نه وي پوره شوي دوي به خپل اعتصاب ته دوام ورکوي:

"زما نوم بریالی پښتون دی، موږ له پخوانه وکیل صیب سره دا ستونزه شریکه کړې وه، چې اوس ده اعتصاب کړی دی، موږ هم اعتصاب کوو او زموږ تر شاه نور خلک هم ولاړ دي.

دا زموږ د ولسونو غوښتنه ده او موږ د خپلو ولسونو په خوښه دا اعتصاب پيل کړی دی،تر هغه به دلته یو،چې زموږ پوښتنو ته مثبت ځواب نه وي راکړی."


د دې پله پر سر تیریدونکي کسان هم شکایت کوي،چې پر دغه پل د ګڼې ګوڼې او د پله د خرابوالي او زوړوالي له امله له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي.

د دوی په خبره د سهار او مازيګر پر مهال دوی په ساعتونو ساعتونو ولاړ وي، او چارواکي يي،هیڅ غم نه خوري:

"سیمې اوسیدونکي: دا پله باندې، چې ګڼه ګوڼه ګوری دا هره ورځ دا حال وي، خو دا څوکاله کیږي، چې چارواکي وعدې راکوي او عملي کوي يي نه.

سیمې اوسیدونکي: په دې لاره هره ورځ ناروغان ځي او راځي دوی له سختو مشکلاتو سره مخ دي،دولت دې یا دا پل پراخه کړي او یا دې ددې تر څنګ یو بل پل جوړ کړي."


دا پُل په ننګرهار کې تر ټول ستر د بهسودو پل بلل کیږي،چې شاوخوا پنځوس کاله وړاندې رغول شوی و.

ددې پُل ۳۶۰ متره اوږدوالی دی،چې کونړ او نورستان ولایتونه او دارنګه د ننګرهار بهسود،کامه،دره نور،ګوشتې او ښېوې ولسوالۍ يې د جلال اباد ښار سره نښلولې دي او د یادو ولسوالیو وګړي پرې تګ راتګ کوي.

راپور: شاه محمود شینواری، جلال اباد
XS
SM
MD
LG