د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۰

امریکا د بګرام زندان د یو شمېر زندانیانو په ساتلو سره خپل اهداف ترلاسه کوي


یو شمېر افغان کارپوهان وایي، چې امریکا د بګرام زندان د یو شمېر زندانیانو په ساتلو سره خپل اهداف ترلاسه کوي او نه غواړي چې دا شمېر زندانیان افغان حکومت ته وسپاري.

د پوځي چارو کتونکي جنرال عتیق الله امرخیل د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې امریکا له ځینو مهمو زندانیانو څخه د تحقیق پرمهال پټ رازونه ترلاسه کوي نو ځکه یې افغان حکومت ته د سپارلو لپاره زړه نه ښه کوي.

ښاغلي امرخیل وایي، که څه هم امریکا د دې ژمنه کړې چې د بګرام زندان بشپړ کنټرول او د دغه زندان ټول زندانیان به افغان حکومت ته سپاري، خو د ده په باور امریکا نه غواړي خپله دغه ژمنه عملي کړي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00
مستقیم لېنک


د روان هجري لمریز کال د سنبلې په شلمه نیټه افغان حکومت د بګرام زندان مسولیت په غاړه واخیست خو شااوخوا شپږسوه زندانیان چې ځینې بهرنیان هم په کې شامل دي افغان حکومت ته ونه سپارل شول.

افغان حکومت هماغه وخت امریکا ته دوه میاشتې مهلت ورکړ، چې دغه زندانیان په بشپړ ډول وروسپاري، خو اوس چې له دې مهلت څخه څو ورځې اوښتي هم دي، امریکا تراوسه خپله ژمنه نه ده عملي کړې.

ولسمشر حامد کرزي د یکشنبې په ورځ له عدلي او قضایي چارواکو سره دغه مسله وڅیړله او د امریکایي چارواکو د ژمنې نه عملي کول ېې د زندانیانو په برخه کې د لاسلیک شوې تفاهم نامې څخه سرغړونه وبلله.

ځینې افغان کارپوهان بیا وایي چې د زندانیانو په برخه کې د افغان حکومت او امریکا ترمنځ د بې باورۍ فضا موجوده ده.

د کورنیو چارو پخواني وزیر او امنیتي کارپوه فقیر محمد فقیر ازادي راډیو ته وویل، امریکا غواړي هغه افغان زندانیان په خپله وساتي چې درانه تورونه پرې لګول شوي دي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00
مستقیم لېنک

د جمهوري ریاست د یکشنبې ورځې په غونډه کې د بګرام زندان قومندان جنرال فاروق بارکزی هم موجود وو، خو ښاغلي بارکزي په دې اړه آزادي راډیو سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

ولسمشر کرزي په دې غونډه کې د هیواد دفاع وزارت، لوی څارنوال او د بګرام زندان قومندان ته دنده وسپارله چې د دغه زندان بشپړ واک اخیستو ته دې جدي اقدامات وکړي.

د ولسمشر دفتر وایي امریکا تراوسه هغه زندانیان هم نه دي ازاد کړي چې د محکمې په قطعي حکم یې برات ترلاسه کړی وو.

خو لا تراوسه امریکایی چارواکو د افغان حکومت د دې تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

راپور : اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG