د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۵

"حقاني شبکه ډیره کمزورې شوې ده"


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د حقاني ډلې د کمزورتیا، په افغانستان کې د سولې د روان بهیر او نورو مسایلو په اړه مطالب لیکلي دي.

خدمتګار غیردولتي ورځپاڼې تریوه غټ سرلیک لاندې لیکلي؛ چې د ملګروملتونو بندیزونو د حقاني شبکې فعالیتونه کم کړي دي.

دې ورځپاڼې د افغان او پاکستانیو خبریالانو او څیړونکو له قوله لیکلي، چې په دې وروستیو کې د امریکا هوایي بریدونو حقاني شبکه ډیره کمزورې کړې او دې ته یې اړ ایستی، چې په خپلو پټن ځایونو کې پاتې شي.

ملي باور غیردولتي ورځپاڼې د یوې امریکایۍ سناتورې هغه خبره را اخیستې؛ چې وایي، د افغانستان جګړه باید ژر پای ته ورسیږي.

امریکایۍ سناتورې بار بارالي د امریکا د سنا په غونډه کې د تیرې شنبې په ورځ څرګنده کړې؛ چې له افغانستان څخه باید امریکایي سرتیري له وخت نه مخکې ووځي او په دې هیواد کې جنګ پای ته ورسیږي.

ملي باور دغه راز لیکلي، چې پاکستان د افغانستان پرخاورې خپل راکټي بریدونه دروي.

په دې اړه یوه لیکنه کې د سولې د عالي شورا د غړي حاجي دین محمد له قوله راغلي؛ چې پاکستاني چارواکو له دوی سره ژمنه کړې، چې د دې هیواد پر ختیځو سیمو به خپل توغندویي بریدونه ودروي.

سرنوشت غیردولتي ورځپاڼې د اسوشیېټډ پریس خبري آژانس په حواله لیکلي؛ چې ترکمنستان د ټاپي پروژې عملي کیدو ته ډیر لیواله دی.

دې ورځپاڼې لیکلي چې ترکمنستان سره له دې چې له امنیتی پلوه اندیښنه لري؛ خو هڅه کوي، چې هند او پاکستان ته د افغانستان له لارې د ګازو د پایپ لاین د غځولو پروژه ژر عملي شي.

سرنوشت د ژورنالستانو د شورا هغه اندیښنه هم را خیستې چې وایی چې افغان ژورنالستان حتی په امنو سیمو کې هم نه دي خوندي.

په دې اړه لیکل شوي چې افغان ژورنالستان په کاري برخه کې ډيرې ستونزې لري او په امن لرونکو سیمو کې هم یوشمیر ژورنالستان په مرګ ګواښل کیږي.

انیس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د سولې د هڅو په اړه لیکنه خپره کړې؛ دې ورځپاڼې لیکلي، چې د افغان حکومت له خوا د سولې د عالي شورا په چوکاټ کې د سولې او ملي پخلاینې هڅې دوام لري.

انیس لیکلي چې د دولت وسله وال مخالفان هم باید له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان او د دې هیواد اړتیا ته په پام دې ته چمتو شي؛ چې سولې ته غاړه کیږدي.

محور غیردولتي ورځپاڼې بیا په غټو ټکو کې لیکلي؛ چې د ښار د جوماتونو ملا امامان د نظام ضد تبلیغات کوي.

دې ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، چې دا ملا امامان د جمعې د لمانځه په خطبو کې خلک د نظام پرضد را پاروي او په دې باور دي، چې افغانستان اشغال شوی دی.

محور لیکلي، چې دا ملا امامان ترډیره له دولت څخه تنخواوې هم اخلي او په هغو جوماتونو کې دا څرګندونې کوي؛ چې د حج او اوقافو له وزارت سره ثبت دي.

هیواد دولتي ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې لیکلي، چې د پاکستان همکاري د سولې لپاره نوې هیلې را ټوکوي.

په دې اړه لیکنه کې راغلي، چې اوس مهال مهمه دا ده، چې پاکستان په دې برخه کې عملي اقدامات وکړي او د پاکستان له زندان څخه خوشي شوي طالب مشران هم د سولې په برخه کې خپلې هلې ځلې ونه سپموي.
XS
SM
MD
LG