خدمتګار ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د پاکستان په دریځ تبصره کړې.
خدمتګار لیکلي، د افغانستان د سولې له پروسې سره د پاکستان نوې ژمنې یوازې د جګړې د تکتیک بدلول دي.
په سرمقالې کې د پاکستان د پخواني جمهور رییس پرویز مشرف وروستیو څرګندونو ته اشاره شوې؛ چې هند ته یې ګواښ کړی، له افغانستان څخه د هند پر ضد کار وانه خلي.
په سرمقالې کې د مشرف له قوله زیاته شوې، پاکستان اړتیا لري، چې په کابل کې د پاکستان تر تسلط لاندې یو حکومت نصب کړي.
خدمتګار لیکلي، پاکستان غواړي، په کابل کې له هند سره خپله جګړه پر مخ بوځي.
محور ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې د پاکستان له خوا د یو شمیر طالب چارواکو په خوشې کیدو تبصره کړې.
محور لیکلي، د پاکستان لپاره دا یو معمول جوړ شوی، چې د طالبانو او یا القاعده مشران بندیان، خرڅ او یا هم د ځینو امتیازاتو لپاره وکاروي.
ورځپاڼې لیکلي، پاکستان پخوا له امریکا سره دارنګه معاملې کړي او طالب مسوولین یې په ګوتو ورکړي دي او دا ځل یې د بندیانو په خوشې کېدو سره د افغانستان او امریکا توجه ځانته را واړوله.
محور په یوه بل مطلب کې لیکلي، چې په تخار کې پر درې کلنې ماشومې جنسي تیری شوی دی.
په مطلب کې راغلي، په خواجه بهاوالدین کې د دې پيښې دوه درې میاشتې شوي دي؛ خو د دې ماشومې د کورنۍ غږ چا نه دی اوریدلی.
سرنوشت ورځپاڼې خپله سرمقاله تر دې سرلیک لاندې لیکلي؛ د سړک د غاړې ماینونه له چا سره جګړه.
ورځپاڼې لیکلي، دا سمه ده چې وسله وال مخالفین به په دې ماینونو سره افغان او یا بهرنیو عسکرو ته یوه څه تلفات اړوي؛ خو زیاته برخه قربانیان یې بې ګناه ملکي کسان دي.
سرنوشت لیکلي، د سړک د غاړې ماینونه نه یوازې د ملکي خلکو د وژل کیدو سبب کیږي؛ بلکې د سړکونه او پلونه هم خرابوي.
په سرمقالې کې د کابل – کندهار د سړک مثال ورګړل شوی، چې د لیکوال په باور تراوسه یې پنځلس پلونه او یو سلو پنځوس پل چکونه په همدې ماینونو کې له منځه تللي.
ملي باور ورځپانې د خپل لومړي په غټ سرلیک کې د یو شمیرځوانانو اعتراض راخیستی، چې ویلي یې دي، د ځوانانو شورا تش په نوم ده او چارواکي پر ځوانانو خپلې غوښتنې مني.
د ورځپاڼې د یوه بل مطلب سرلیک دی، د ننګرهار کرونده ګر زعفران د کوکنارو ښه بدیل بولي.
ملي باور په یوه بل مطلب کې د وکیلانو له قوله لیکلي، چې وايي، له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه ورسره مشوره نه ده شوې.