د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۶

د رابرت بیلز د محاکمې دریمه استماعیه غونډه ترسره شوه


د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ۱۶ افغانانو په قتل د تورن امریکايي عسکر رابرت بیلز د محاکمې دریمه استماعیه غونډه ترسره شوه،غونډې ته یوه شاهد وویل:

"یوازې یو تن داسې ډله ییزه وژنه نه شي سرته رسولای."

دا شاهد خدای داد نومیږي او د افغانستان د ملي پولیسو غړی دی.

خدایداد د رابرت بیلز په دفاع کې وویل، چې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په دوو کلیو کې دا پيښه تر هغه لویه ده چې یو عسکر یې سرته ورسوي.

خداي داد په پنجوايي کې د قتل په سهار د څیړنو او تلاشۍ لپاره سیمې ته ورغلی تللی وو،ده ویلي:

"یو سړی دا جرات نشي کولای، چې یوازې، په نیمه شپه کې له یوه کلي څخه بل ته ولاړ شي."

د فرانس په حواله ، دا امکان شته چې د خورد ضابط رابرت بیلز دوسیه د پوځ محکمې ته وړاندې شي.

رابرت بیلز د محاکمې په جریان کې پوځي یونیفرم اغوستی وو او داسې څرګندیده، چې په سړه سینه یې د شاهدانو خبرو ته غوږ نیولی وو.

خورد ضابط بیلز د ۱۶ قتلونو په ترسره کولو تورن دی، زیات قربانیان یې ښځې او ماشومان دي، چې ډير په سر او مخ ویشتل شوي وو.

پرده د شپږو قتلونو د هڅې، د تیري کولود هڅې او د الکولو د څښلو تور هم شته.

ویل کیږي، چې د امریکاد پوځ داخردضابط د مارچ په یولسمه ، د شپې په تیاره کې، په پنجوايي کې له خپلې پوځي اډې وتلی، دوو کلیو ته ورغلی ، پر خلکو یې ډزې کړي او بیا ېې د د مړو جسدونو ته یې اور اچولی وو.

څارنوالانو د امریکا د واشنګټن ایالت په یوه پوځي اډه کې مقدماتي محکمې ته وویل ، چې رابرت بیلز په هغه شپه دوه وارې د خلکو د وژلو لپاره له خپل مرکز څخه وتلی وو او له هر وار ستنیدو سره سم یې ، په خپله پوځي اډه کې نورو عسکرو ته د خلکو د وژلو کیسه کړې وه.

په کندهار کې د پنجوايي ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو پرون دریم وار ، د ویډيو له لارې ، د رابرت بیلز د محاکمې په استماعیه غونډه کې خبرې وکړې.

د پيښي وروستي عیني شاهد خداي داد د محاکمې د استماعیه غونډې په دریمه شپه وویل:

"فکر کوم چې دواړه پيښې په یوه وخت کې شوې دي. مخکې تردې چې زه د پيښې ځاي ته ورشم، د ملي اردو خلک را رسیدلي وو."

خداي داد ویلي چې د دواړو پيښو ځاي ته تر تګ او تر څيړنو وروسته ، دا فکر ورته پيدا شوی ، چې ښايي تر یوه زیات کسان به پداسې ډله ایزه وژنه کې لاس لري.

د خدای داد په وینا ، دواړه پيښې ښايي د سهار د دریو بجوپه شاوخوا کې شوې وي.

ده ویلي : فکر کوم چې دا کار د یوه سړي د وس خبره نه ده.
XS
SM
MD
LG