نن سهار وختي د پاکستان په ستر صنعتي ښار کراچۍ کې د رېنجر پوليسو پر يوه مرکز له چاودېدونکېو موادو ډک موټر په وسيله بريد شوى؛ چې په نتيجه کې يې تر اوسه پورې د دوو پوليسو د وژل کېدو او د لسو پوليسو په شمول د پينځلسو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړى شوى دى. د کراچۍ د پوليسو مشر دا ځانوژونکى بريد بللى دى.
د پاکستان پر وخت سهار وختي د اوو بجو په شاوخوا کې د کراچۍ ښار په شمالي ناظم اباد کې له چاودېدونکېو موادو ډک موټر د رېنجر پوليسو له يوه مرکز سره وجنګول شو؛ چې يوه زوروره چاودنه يې وکړه او له امله يې ودانۍ اور واخيست او د ودانۍ يوې برخې ته يې زيان و رساوه، د چاودنې په نتيجه کې شاوخوا پينځلسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کراچۍ د پوليسو مشر فياض لغاري وايي، دا يو ځانوژونکى بريد وو، نوموړي د چاودنې په اړه رسنيو ته وويل:
"د ديارلسو تنو د ټپي کېدو خبر لرو، چې نهه تنه رېنجر پوليس، دوه ښاري پوليس او دوه عام ښاريان دي او يو رېنجر پوليس پکې وژل شوى دى. چاودېدونکې مواد په يوه کوچني مازدا موټر کې وو، چې له لويې دروازې څخه په زور را تېره شوې او چاودنه يې کړې، که ودانۍ ته رسېدلې واى تلفات به يې زيات واى. د چاودنې له ځايه د چا د بدن ټوټې تر لاسه شوي چې ځانوژونکى بريد مالومېږي."
د پاکستان دولتي ټلويزون په چاودنه کې د دوو تنو رېنجر پوليسو د وژل کېدو او د لسو رېنجر پوليسو او دوو ښاري پوليسو په شمول د پينځلسو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړى دى. پوليس وايي په چاودنه کې سل کېلوګرامه چاودېدونکې مواد کارول شوي دي.
د رېنجر پوليسو دا مرکز په شمالي ناظم اباد کې په داسې ځاى کې دى چې شاوخوا ته يې د عامو خلکو ګڼ شمېر کورونه هم شته. د چاودنې ځاى ته څېرمه د يوه کور اوسېدونکى د چاودنې په اړه د سترګو ليدلى حال وايي:
"يو موټر دلته تېر شو، پکې پروت سامان مي نه دى ليدلى، ځکه زه پر کټ پروت وم، موټر تېز تېر شو او له ودانۍ سره وجنګېد او زوروره چاودنه وشوه، کله چې ما ورته وکتل نو تکه توره شپه جوړه شوه"
په چاودنه کې ټپي کسان د کراچۍ عباسي شهيد روغتون ته انتقال کړاى شوي دي چې په هغوى کې د درېوو تنو حالت نازک ښوول شوى دى.، په روغتون کې بستر د رېنجر پوليسو يو ټپي عسکر د چاودنې په اړه د خپلو سترګو ليدلى حال داسې وايي:
"له دباندې موټر راغى، د سبزيو مازدا موټر راته ښکاره شو، له دروازې سره ولګېده، مخ ته له يوې ونې سره ولګېده او چاودنه يې وکړه، نور نه پوهېږم چې څه وشول، ښيښې ماتې شوې، پر ما يې هم ټوټې ولګېدې، زه ولوېدم او نور په ځان نه يم پوهېدلى."
ويل کېږي، چې د رېنجر پوليسو په دې مرکز کې ځينې داسې بنديان ساتل شوي وو چې په کراچۍ ښار کې د ترهګرۍ په پېښو کې د لاس لرلو په تور نيول شوي وو.
د کراچۍ د پوليسو مشر فياض لغاري وايي دوى ته مخکې له مخکې هم د ترهګرو ډلو له خوا ګواښونه شوي وو چې په کراچۍ کې به پر حکومتي دفترونو او مهمو تاسيساتو بريدونه وکړي.
د پاکستان د وسلوالو طالبانو تحريک د دې ځانوژونکې بريد مسووليت منلى دى، دا چاودنه په داسې وخت کې شوې چې په تېرو ورځو کې وسلوالو طالبانو په کراچۍ کې د الطاف حسين په مشرۍ متحده قومي غورځنګ ته ګواښونه کړي چې د هغوى پر دفترونو او مشرانو به بريدونه وکړي.
راپور: بارکوال مياخېل- کوټه