د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۲

روسیه: د امريکا د ولسمشرۍ انتخابات به ازاد او منصفانه نه وي


د روسيې د انتخاباتو د مرکزي کميسیون په يوه راپور کې ويل شوي، چې د امريکا د ولسمشرۍ انتخابات به ازاد او منصفانه نه وي.

په راپور کې ويل شوي، چې د انتخاباتي کمپاين له برکته به، چې سر غړونې ورسره ملې وې، بارک اوباما به بيا د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر شي.

ويل کېږي، چې دا راپور د روسيې د انتخاباتو پر پروسې د امريکا د انتقادونو په ځواب کې خپور شوی دی.

دا راپور په امريکا کې د رايي ورکولو د مرکزونو له پرانیستل کېدو څو ساعته مخکې خپور شو.

د روسيې د حکومت يوې پلوي غيرحکومتي ډلې دا راپور ترتيب کړی دی.

په راپور کې نتيجه اخيستل شوې، چې د امريکا د متحدو ايالتونو د رايي ورکولو بهير له نړېوالو اصولو سره خورا توپير لري.

د روسيې د انتخاباتي قانون د عمومي انستيتيوت د غير حکومتي موسسې اجرايي رييس الکساندر ايګناتوف د خپل راپور په اړه ازادي راډيو ته وويل:

"د انتخاباتو د مودې له پوره کېدو پرته، د انتخاباتو هيڅ اصول د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسمشرۍ د دغو انتخاباتو په لړ کې په بشپړ ډول رعايت شوي نه دي."

کتونکي په دې اړه څه وايي؟

انتقاد کوونکي وايي، داسې ښکاري چې دا راپور د روسيې د ولسمشرۍ او پارلمان پر انتخاباتو د امريکا د حکومت د انتقاد په ځواب کې خپور شوي وي.

روسي کارپوهې ارکدي بيوباريف، چې د روسيې پر انتخاباتو د څارنې په يوه خپلواکه اداره کې کار کوي، وايي:

"ځيني داسې فکر کوي، چې دا راپور د متقابل عمل د اصل پراساس ځواب دي، په رښتيا هم دغسي ښکاري. فکر نه کوم چې دا دی يو باوري تحقيق وي."

په راپور کې ادعا شوې، چې په امريکا کې په میليونونو رايي ورکوونکي د رايي ورکولو له ليسته ايستل شوي دي.
XS
SM
MD
LG