د طالبانو پر فعالیتونو د بندیزونو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې کمیټې، پرون (دوشنبه) د حقاني شبکه د ملګرو ملتونو په تور لست کې شامله کړه.
متحدو ایالاتو د دوشنبې په ورځ وویل، چې د حقاني شبکه ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو د کميټې له خوا په تور لست کې شامله شوې.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې سوزان رایس پرون (دوشنبه) څرګنده کړه، چې د امنیت شورا دې کمیټې د قاري ذاکر په نوم د حقاني شبکې یو قوماندان په ځانګړي ډول په تور لست کې شامل کړی دی.
د رویټرز په حواله، قاري ذاکر د حقاني شبکې د سترو حملو په تنظیم او ترسره کیدو کې په لاس درلودو تورن دی، د امریکا سفیرې سوزان رایس وویل:
"دا اقدام به د ملګرو ملتو د سازمان ټول غړي دې ته اړ کړي، چې د قاري ذاکر او د ټولې حقاني شبکې پانګه کنګل کړي او د سفر بندیز پرې ولګوي."
د رویټرز خبري اژانس په حواله، د طالبانو د بندیزونو په لست کې د نویو نومونو شاملولو لپاره د اکثریت رایې اخیستلو ته اړتیا ده نو داسې اقدام هر وخت نه شي ترسره کیدلای.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلوماتانو ویلي، چې دا مسله ځکه ډيره مهمه وه، چې پاکستان د ۲۰۱۳ کال تر پایه د دې شورا د پینځلسو غړو له جملې دی او د دې اقدام په وړاندې ندی دریدلی.
د ملګرو ملتونو په تور لست کې اوس یوسل او یو دیرش افراد چې په هغوي کې قاري ذکریا هم دی، او دری شبکې چې یوه یې د حقاني ډله ده شامل دي.
د امریکا متحدو ایالاتو د سپټمبر په میاشت کې د حقاني شبکه د یوه تروریستي سازمان په توګه اعلان کړې وه.
د حقاني ډلې یو شمیر قوماندانانو هغه مهال ویلي وو چې دا اقدام څرګندوي چې امریکا په افغانستان کې د سولې لپاره په هڅو کې ریښتینې نده.
امریکايي چارواکو له ډیرې مودې راهیسې پر پاکستان هم تور لګولی چې د حقاني د شبکې ملاتړ کوي خو اسلام اباد تل دا ادعاوې رد کړې دي.
د حقاني شبکه چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي، په افغانستان کې پر غربي اهدافو په سترو حملو کې په لاس درلودو تورن دی.
په ملګرو ملتو کې د امریکا استازې سوزان رایس په وینا، دا په افغانستان کې د خطرناکو حملو څخه د حقاني د شبکې لاس لنډولو لپاره د نړیوالوتعهد څرګندوي.
میرمن رایس وویل : دا د هغو کسانو پر ضد چې په افغانستان کې سولې ته ګواښ مخامخ کوي، د بندیزونو لګولو لپاره د ملګرومتلونو د امنیت شورا تعهد څرګندوي.
رویټرز اژانس وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم پرون (دوشنبه) د قاري ذاکر نوم د (په ځانګړي ډول په نښه شویو) تروریستانو په لست کې شامل کړ.
پدې ډول به یې پانګه، که چیرې په امریکا کې وي، کنګل کیږي او له امریکا سره د هر ډول معاملې څخه منع دی.
د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت علامیه وايي چې قاري ذاکر د انتحاري حملو په تنظیم، د وسله والو په روزنه او د درنو وسلو او چاودیدونکو موادو د کارولو په چارو کې مهارت لري.
اعلامیه وايي چې په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پر اډه، په ۲۰۱۱ کال کې په کابل کې پر انترکانتنیتل هوټل او په کابل کې د امریکا پر سفارت په وسله والو حملو کې هغو وسله والو برخه درلوده چې قاري ذاکر روزلي او ټاکلي وو.
د افغانستان حکومت د دې اقدام هرکلی کړی دی.
د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سیاه مک هروي د فرانسې اژآنس ته ویلي:
"سره له دې چې ناوخته دی خو موږ او زموږ حکومت د سیمې او نړۍ په کچه لازم فشارونو په هیله یو تر څو دا تروریستي شبکه له منځه ولاړه شي."
وسله والو طالبانو د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا دا بندیزونه رد کړي دي او د هغوی یوه ویاند د فرانسې اژانس ته ویلي دي چې داسې اقدامات د دوي پر فعالیتونو اغیز نشي کولای.