د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۳

څارنوالان د رابرټ بیلز پر ضد څرګند شواهد لري


څارنوالانو پرون( دوشنبه ) د واشنګټن په (Fort Lewis) پوځي اډه کې ابتدايي محکمې ته وویل، چې په کندهار کې د شپاړلسو ملکي افغانانو په وژلو د تورن خورد ضابط په ضد څرګند شواهد لري.

خورد ضابط رابرت بیلز د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د شپاړلسو افغانانو د وژلو په تور نیول شوی دی او څارنوالان وايي، چې له پيښې په اخیستل شوي ویډیو کې په څرګند ډول لیدل کیږي.

څارنوالانو ویلي، چې دې پوځي خپل جرم منلی او څارنوال یې پرون د محکمې په استماعیه غونډه کې د هغه لپاره د مرګ د سزا غوښتنه کړې وه .

د پوځي څارنوالانو د ډلې مشر ډګرمن جې مورس د محکمې استماعیه غونډې ته وویل، چې داسې شواهد به وړاندې کړي چې د خورد ضابط بیلز ګناه به ثابته کړي.

ډګرمن جې مورس د محاکمې په دې مقدماتي غونډه کې وویل، چې دې ۳۹ کلن خورد ضابط په عمدي ډول خلک وژلي او په خپل کار پوهیده.

د ډګرمن مورس په وینا، رابرت بیلز مخکې تر حملې له یوه بل پوځي ملګري سره الکول څښلي وو او د نشې په حالت کې یې حمله کړې وه .

د رویټرز اژانس په حواله، د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د شپاړلسو افغانانو وژنه د ویتنام له جګړې وروسته، د یوه امریکايي پوځي له خوا د ملکي وګړو د بې رحمانه وژنې لومړنی مثال دی.
دا په تیرو یولسو کلونو کې په افغانستان کې د امریکا د پوځ له خوا په ډزو کې د ملکي خلکو د وژل کیدو تر ټولو ناوړه پيښه هم بلل شوې ده .

خورد ضابط بیلز، چې په پوځ کې ېې د نرس دنده ترسره کوله تورن دی، چې د خدمت په دوره کې یې شپږ واره د قتل هڅه کړې ده .

که چیرې دا مقدماتي محکمه د امریکا د قانون د ۳۲ مادې له مخې پریکړه وکړي، چې بیلز پوځي محاکمې ته واستول شي، نو د جرم د اثبات په صورت کې په اعدام محکومیدلای شي.

داسې اټکل شوی وو، چې د خورد ضابط بیلز محاکمه دوې اونۍ دوام وکړي او د پیښې یو شمیر عیني شاهدان د ویډيو په مرسته د محاکمې جریان ته شاهدي وړاندې کړي.

په هغو کسانو کې چې ډ رابرت بیلز په ضد به شاهدي ورکوي، یو شمیر افغان عسکر او د پنجوايي د دې کلي یو شمیر اوسیدونکی هم شامل دی.

ویل کیږي چې بیلز به د امریکا په وخت دشپې چې په افغانستان کې ورځ وي محاکمه شي، تر څو عیني شاهدان خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG