د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير وايي، د افغان ځواکونو له منځ څخه پر بهرنيو سرتېرو د بريدونو د مخنيوي لپاره اضافي اقدامات شوي دي.
د جرمني د خبري اژانس په حواله، ويليم هيګ چې د افغانستان په باب يې د خپل هېواد پارلمان ته معلومات ورکول، وويل، بريتانيا له افغان او ائتلافي ځواکونو سره ګډ کار ته ادامه ورکوي، چې د افغان ځواکونو له ليکو څخه پر بهرنيو همکارانو د بريدونو مخنيوى وشي.
هيګ ويلي، چې له افغاني کلتور سره د بهرنيو ځواکونو بلدتيا، ورسره پر افغان ځواکونو څار او تفتيش هم زيات شوى دى.
د بريتانيا د بهرنيو چارو د وزير په خبره، د نويو سرتېرو د استخدام پر بهير څارنه جدي شوې او استخباراتي هڅې هم زياتې شوې دي.
د ده په وينا، افغان ځواکونه ورځ په ورځ د سخت دريځو وسلوالو په وړاندې د جګړې په اولو خطونو کې حضور پيدا کوي او دوى هم د ورته بريدونو له خطر سره مخامخ دي.
خو ويليم هيګ ټينګار وکړ، چې دغه ډول بريدونه به په افغانستان کې د بريتانيا او نورو همکارو هېوادونو پوځي ستراتيژي منحرفه نه کړي.
زيات بريتانوي سرتېري په هلمند کې دېره دي.
دا په داسې حال کې ده چې راپورونه وايي، پرون څلور افغان پوليس د هلمند په ګريشک ولسوالۍ کې د خپلو همکارانو له خوا ووژل شول.
د راپورونو له مخې، څو ورځې مخکې دوه بريتانوي سرتېري د يوه کس له خوا چې د پوليسو درېشي يې کړې وه، په هلمند کې ووژل شول.
د روان ميلادي کال له پيله د افغان ځواکونو له منځ څخه په بريدونو کې ٥٥ بهرني سرتېري وژل شوي، چې چارواکي وايي ١١ تنه يې بريتانويان وو.