د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۱

د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې ښايي میت رومني زیاتې رايي وګټي


د راتلونکې نومبر میاشت په ۶ نیټه کله، چې امریکایان د خپلو رایو ورکولو لپاره انتخاباتي حوزو ته ځي، په مستقیمه توګه دا نشي ټاکلی چې کوم کاندید به د سپینې ماڼۍ د واک چارې پر غاړه اخلي.

د انتخاباتو په دغه ورځ به لسګونه میلیونه امریکایان په پایتخت واشنګټن او پنځوسو ایالتونو کې د ۵۳۸ انتخاباتي حوزو له لارې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره خپلې رایي ورکړي.

د راپورونو له مخې د هر ایالت رايي د هم هغه ایالت د نفوس په شمېر پورې تړلي دي.

کلیفورنیا ایالت، چې د ټولې امریکا په سطحه د نفوس له نظره لوی دی ۵۵ انتخاباتي حوزې لري په داسې حال کې، چې په مرکز واشنګټن ډي سي کې یوازې درې انتخاباتي حوزې دي.

د واشنګټن د امریکايي پوهنتون د سیاسي علومو پروفیسور کورتیز ګانس وايي، استثنا موجوده ده او هر کاندید، چې د زیاتو انتخاباتي حوزو رايي ترلاسه کړي هغه به د هم هغه ایالت په سطحه زیاتي رایي وګټي:

"په هر ایالت کې انتخاباتي حوزې د هم هغه ایالت د کانګرس د هئیت له مخې ټاکل کیږي یعني دوه د سنا او په عین حال کې څو تنه د استازو د مجلس لپاره، هغوي د هم هغه ایالت د ټولو رایو له مخې ګټونکي پیژندل کیږي."

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره هر کاندید باید د ۲۷۰ انتخاباتي حوزو رايي ترلاسه کړي.

که چیرته د ولسمشرۍ لپاره د دواړو کاندیدانو رايي له یو بل سره برابرې شي نو بیا د متحده ایالاتو د کانګریس د استازو مجلس د هېواد نوي جمهور رئیس ټاکي.

د انتخاباتي حوزو قانون په ۱۷۸۷ کې د امریکا د اساسي قانون برخه شوه.

داسې هم شوي، چې د ولسمشرۍ یوه کاندید زیاتي عامې رايي ترلاسه کړي خو نه دی توانیدلی، چې د کامیابۍ لپاره ۲۷۰ انتخاباتي حوزې وګټي.

د امریکا د ۲۰۰۰ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکي جورج بوش له خپل سیال ال ګور څخه پنځوس زره کمې رايي ترلاسه کړې وې، خو بوش وکولای شول، چې زیاتې انتخاباتي حوزې وګټي او د ولسمشرۍ مقام ته ورسیږي.

راتلونکې سې شنبې ورځ د ډیرو کسانو لپاره تاریخي اهمیت لري ځکه د متحده ایالاتو لومړنۍ افریقايي الاصله ولسمشر باراک اوباما به د نورو څلورو کلونو لپاره په سپینه ماڼۍ کې د پاتې کیدو لپاره سیالي کوي.
XS
SM
MD
LG