د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۶

د ایران حکومت یوه مخالف په لندن کې یو ټلویزیوني چینل پرانیست


د "رها" د ټلویزیوني چینل دایرکټر او رییس "علي اضغر رمضانپور" په لندن کې خبریالانو ته وویل، چې "رها" ټلویزیوني چینل به لومړی خپلواک ټلویزیون وي؛ چې په ایرانیانو پورې به اړه ولري.

نوموړي زیاته کړه، "بي بي سي" او د امریکا غږ هم په فارسي ژبه د ایرانیانو لپاره خپروني کوي، خو هغه د ایرانیانو له خوا نه خپریږي، بلکې په نورو هیوادونو پوري اړه لري.

ښاغلی رمضانپور پخوا د ایران د "کلتور او اسلامي لارښود" د وزارت مرستیال و.

د رها د ټلویزیوني چینل مالي چارې د ایران د حکومت مخالف ګوند "جنبش سبز" د بنسټ ایښودونکي "امیر حسین جهان شاهي" له خوا برابریږي.

نوموړي په دې اړه چې دغه نوی ټلویزیوني چینل به څرنګه د محمود احمدي نژاد رژیم چیلنج کړي؛ وویل، چې رها ټلویزیون د بدلون لپاره دی، ځکه چې د ایران رژیم، غیر معقول، غیر انساني او غیر اخلاقي رژيم دی. هغه زیاته کړه، چې دغه بدلون باید له ایران څخه د ایرانیانو له خوا منځ ته راشي.

د رها ټلویزیون خپرونې به هر وه رځ د "ګرینویچ" پر وخت د ماذیګر په څلورنیمي بجې پیلږي. لومړۍ دېرش دقیقې به خبرونه او ورپسې به د دري نیم ساعتونو لپاره هنري، کلتوري او سپورټي پروګرامونه وړاندې کیږي.

د رها ټلویزیوني خپرونې به د انټرنټ او سټلایت په مرسته په ایران کې لیدل کیږي. دا ټلویزیون به په ایران کې هم خبریالان ولري.

ښاغلي جهان شاهي وویل، د رها ټلویزیوني خپرونه د ایران د اپوزیسیون، اصلاح غوښتونکو او ټولو هغو ډلو پرمخ پرانیستی دی؛ چې په ایران کې د یو بیل راټلونکې غوښتونکې دي.

د فرانسې خبري آژانس په یوه بیل راپور کې لیکي، د Intelsat په نوم سټلایټ کمپنۍ، چې په نړۍ کې د سپوږمکۍ له لارې ټلویزیوني خپروني نشروي، په اروپا کې یې د ایران د رسمي ټلویزیونونو خپرونې بندې کړي.

د Intelsat د کمپنۍ ویاند "الکسازڼدر هورویټس" Alexander Horwitz د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د فرانسې خبرې آژانس ته وویل، چې Intelsat تاییدوي، چې په اروپا کې یې د ایران د اسلامي جمهوریت یوشمېر ټلویزیوني او راډيویي خپروني بندي کړي دي.

نوموړي پرته له دې چې په دې اړه نور جزییات ورکړي زیاته کړه:

"زموږ کاروبار یوه داسې محرکه قوه د،ه چې په هغه کې په مسلسله توګه د مشتریانو اړټياوي او زموږ ظرفیتونو تغییر کوي؛ زموږ په سټلایټ کې د پروګرامونو خپریدل او بندیدل د معمول خبره ده."

د Intelsat د کمپنۍ له ویاند څخه د ایران انګلیسي ژبي "پرس ټي وي" دولتي ټلویزیون د هغه راپور په اړه هم پوښتنه وشوه؛ چې ویلي یې وو، د Intelsat کمپنۍ د امریکا په حکم، په اروپا کې ګڼشمیر ایراني دولتي چینلونه، د دې لپاره بند کړي دي، چې پر تهران باندې بندیزونه ټينګ کړي.

په بند شویو چینلونو کې د "سحر، جام جم ال، کوثر" او نورې ټلویزیوني خپرونې شاملې دي، خو "پرس ټي وي" وویل؛ چې دوی په دغه لیسټ کې نه دي شامل.

د پرس ټي وي د راپور پر اساس د Intelsat کمپنۍ دغه اقدام د (OFAC) د امریکا، د بهرینو شتمنویو د کنټرول د ادارې په حکم کړی دی.

(OFAC) اداره، د امریکا د خزانې وزارت د اقتصادي او تجارتي بندیزونو یوه څانګه ده.

د فرانسې خبري آژ انس د "پرېس ټي وي" د راپور په اړه د امریکا د خزاني وزارت له ویاند څخه پوښتنه وکړه؛ خو نوموړي په دې اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه.
XS
SM
MD
LG