د افغانستان جمهوري رياست وايي، ولسمشر کرزى د انتخاباتو خپلواک کميسيون د دندو او صلاحيتونو د قانون نوې طرحه نه توشېح کوي.
ولسي جرګې دغه طرحه د سپټمبر مياشتې په وروستيو کې تصويب کړه.
که مشرانو جرګه هم د انتخاباتو خپلواک کميسيون د دندو او صلاحيتونو د تشکيل طرحه تصويب کړي، ولسمشر کرزى به يې له توشېح کولو ډډه وکړي.
د جمهوري رياست د وياند مرستيال احمد ضيا سيامک هیروي ازادۍ راډيو ته دغه خبره وکړه:
”په ډاډ سره وايم، چې جمهوري رياست به د څرګندو دلايلو له مخې دغه طرحه توشېح نه کړي.
د شکايتونو د اورېدو په کميسيون کې د دوو بهرنيانو حضور د افغانستان د ټولو قوانينو خلاف دى. تېرو تجربو هم ښوولې، بهرنيانو چې د انتخاباتو په کميسيون کې کارکوونکي درلودل، يوازې يې د انتخاباتو په چارو کې لاسوهنه کوله.”
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دندو او صلاحيتونو د دې طرحې له مخې د انتخاباتي شکايتونو د اورېدو کميسيون بايد پنځه کورني او دوه بهرني غړي ولري.
پنځه کسان به د ولسمشر له خوا معرفي کېږي او دوه بهرنيان د ملګرو ملتونو تر معرفۍ وروسته د ولسمشر تاييد ته اړتيا لري.
پخوا د شکايتونو د اورېدو کميسيون پنځه غړي درلودل، چې درې يې داخلي او دوه بهرني وو.
ولسمشر حامد کرزى وايي تر دې وروسته د انتخاباتي شکايتونو د اورېدو په کميسيون کې د بهرنيانو حضور د افغانستان د ملي ګټو خلاف دى:
”د انتخاباتو په پروسه کې د بهرنيانو حضور د افغانستان له ملي حاکميت سره اړخ نه لګوي. خپلواک، د اساسي قانون او ملي حاکميت خاوند افغانستان د انتخاباتو په پروسه کې د بهرنيانو حضور ته اړتيا نه لري.”
د دې طرحې تر تصويب مخکې د ولسي جرګې ځينو غړو هم د شکايتونو د اورېدو په کميسون کې د دوو بهرنيانو له موجوديت سره خپل مخالفت څرګند کړى و. خو بيا يې هم دا طرحه تصويب کړه.
يوولس ورځې کېږي دغه طرحه مشرانو جرګې ته رسېدلې، دا چې دا جرګه به يې تصويب کړي که نه لا څرګنده نه ده.
افغانستان د جمهوري رياست انتخابات په مخکې لري. د انتخاباتي شکايتونو د اورېدو په کميسيون کې د دوو بهرنيانو له غړيتوب سره د ولسمشر کرزي تر مخالفت يوه ورځ وروسته د ناټو عمومي منشي له افغان حکومت څخه د ازادو او شفافو انتخاباتو غوښتنه وکړه.