د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۶

نړۍ د کیوبا د مزایلو د بحران پر مهال اټومې جګړې ته نږدې شوه


دا کیدی شوای د داسې یوې جګړې پیل وي، چې د نړۍ خلکو یي بیلګې هیڅ کله هم نه وې لیدلې.

په فلمونو او د تاریخ په کتابونو کې د هغې نړۍ کرښې په اړه زیات څه ویل شوي، چې د امریکا متحده ایالات او شوروي اتحاد یي د ۱۹۶۲ میلادي کال د اکتوبر په دیارلسو ورځو کې، چې د کیوبا د میزایلو د بحران د اوج ورځې وې جلا کړل.

خو د امریکا د هغه مهال د ولسمشر جان ایف کینیډي د وینا مسوده، چې اوس اوس خپره شوې دا ښيي، چې دواړه خواوې پنځوس کاله مخکې د دریم نړېوال جنګ پیلولو ته څومره نږدې شوي وو.

کینیډي پلان درلود، چې خپلو خلکو ته وایي:

"زما امریکایي دوستانو په زیات جرت او د ولسمشر په توګه د خپلې لوړې د پوره کولو په خاطر ما د روایتي وسلو په وسیله په کیوبا کې د اټومي وسلو د پراختیا د له منځه وړلو لپاره د پوځي عملیاتو امر کړې."

دا وینا د هغې ارشیف مهمه برخه ده، چې شاوخوا درې زره پاڼې، یاداشتونه او نور اسناد په کې شامل دي، چې د ولسمشر د ورور او د هغه د نږدې سلاکار رابرټ کینیډي له خوا ساتل کیدل.

دا وینا تیره اونۍ د جان ایف کینیډي د جمهوري ریاست د کتابتون او موزیم لخوا د کیوبا د میزایلو د بحران د پنځوسمې کلیزې په مناسبت په انټرنیټ خپره شوه.

د هرورد پوهنتون د علومو او نړېوالو چارو د مرکز مشر او د کیوبا د میزایلو د بحران ماهر ګراهم الیسن وایي:

"هغه څه، چې دا سند مونږ ته په څرګند ډول په یاد راولي دادي، که چیرې ولسمشر کینیډي اړ کړای شوې وې، چې د امریکا لخوا کیوبا ته د شوروي اتحاد د اټومي میزایلو په غلا له راتګ څخه له خبریدو وروسته په لومړیو اته څلویښتو او یا دوواویاو ساعتونو کې څه باید وکړي، نو ده به، لکه څرنګه، چې په وینا کې یی د توجیح کولو هڅه شوې په دغو میزایلو هوایی حمله کړی وای. بیا به مونږ د هغو ځنځیره یی پیښو شاهدان وای، چې پیلیدل او په پای کې به مونږ یو اټومي جنګ ته نږدې شوې وای."

د کینیډي دا وینا البته، چې وړاندې نشوه او ددې پر ځای د امریکا ولسمشر د کیوبا سمندري لاره وتړله.

په داسې حال کې، چې نړۍ خپله ساه درولې وه د شوروي بیړۍ، چې د رارسیدو په حال کې وې، بیرته وګرځیدلې.

خو ددې لارې له بندولو وروسته کینیډي هم د هغو میزایلو د فعاله کیدو د مخنیوي لپاره، چې د امریکا لخوا یی موقعت کشف شوې وو، د یوې حملې امر ته ورنږدې شوې وو.

رابرټ کینیډي په خپلو یاداشتونو کې لیکي، که مونږ دننه ورشو، نو مونږ به په سختې ورشو، دا په کیوبا ځمکنۍ حملې ته اشاره وه، چې له پنځو سوو بمي حملو وروسته یی تمه کیدله.

په هغه وخت کې په واشنګټن کې هیڅ څوک پدې نه پوهیدل، چې مسکو لا د مخه په کیوبا کابو سل واړه او فعال اټومي وسلې لري، چې د امریکایی ځواکونو د له منځه وړلو او په یوه نوې سیمه کې د جګړې د تودولو لپاره کافي وو.

د جان ایف کینیډي د کتابتون د مشر توماس پتنام په وینا د جنګ مفکورې د ولسمشر د معمول د ویناوو لیکوال اړ کړ، چې ددې وینا له لیکولو انکار وکړي:

"یوه کیسه داده، چې تیډ سورینسن، چې د هغه اکثره ویناوې به یی لیکلې او زه فکر کووم، چې هغه وینا یی هم لیکلي وه، چې پکې نړۍ ته ددغو میزایلو د موندلو اعلان هم وشو، ولسمشر کینیډي ته وویل، دی دا وینا نشي لیکلې.

ځکه دی فکر نه کوي، چې مونږ باید تیرې وکړو او دا، چې دی هغه الفاظ نشي بیانولې، چې په ممکنه ډول د یو تیري ملاتړ وکړي، چې اټومي جنګ ته لار هواره کړي. نو زه فکر کووم، چې ددې وینا لیکونکې د ملي امنیت سلاکار مک جورج بونډي وو."


له اندیښنې ډکې ددې ډیپلوماسۍ وروسته مسکو ژمنه وکړه، چې خپلې اټومې وسلې وباسي او واشنګټن ژمنه وکړه، چې له کیوبا به بهر پاتې کیږي.

ددې ارشیف یو بل مهم سند هغه جدول وو، چې د رابرټ کینیډي لخوا خښکل شوې وو او پکې د ولسمشر سلاکاران او پوځي مشران په دوو ډلو ویشل شوي وو.

یوه یی د محاصرې پلویان او بله یی د حملې پلویان وو، دغه کسان په تاریخ کې د فاختو او بازانو په نامه یادیږي.

تیرونه او د پوښتنو علامې ښۍ، چې یو څو کسه ډاډمن نه وو، چې کوم یو یی ښه انتخاب دې.
XS
SM
MD
LG