د کابل ولایت نسبتا نا ارامه ولسوالۍ سروبي د افغانستان څویمه سیمه ده، چې امنیتي ځواکونه ورڅخه د وسله والو طالبانو پرضد د خلکو د پاڅون خبر ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د سروبي ولسوالۍ په ځینو سیمو کې خلکو د پنجشنبې په ورځ د وسله والو مخالفانو پر وړاندې پاڅون کړې او هغوي یې له خپلو سیمو نه ایستلي دي.
د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې په سروبي او ترې مخکې په یو شمېر نورو سیمو کې خلکو په خپله خوښه پاڅونونه کړي، خو ده ټینګار وکړ، چې دا پاڅونونه په ټینګه د دوي له خوا څارل کیږي:
"تردې پخوا هم د دې پاڅونونو ټینګه څارنه د حکومت له خوا شوې او اوس هم کیږي.
هغه مسایل، چې د افغانستان د خلکو د ملي ګټو په ساتلو کې ونډه ولري او د افغانستان مصلحت او ارامي په کې وي دا هم د خلکو او هم د حکومت یوازینی هدف دی".
د کابل ولایت د سروبي ولسوال حضرت محمد هم ازادي راډیو ته تایید کړه، چې د دې ولسوالۍ په حسین خیل او دښت کلیو کې د پاڅون کوونکو او وسله والو مخالفانو ترمنځ نښته هم شوې، خو ده وویل، چې د تلفاتو په اړه یې معلومات نشته.
حضرت محمد زیاته کړه، چې دوي د دې پاڅون په ټینګه ملاتړي دي خو څرګنده یې کړه، چې لا تر اوسه په سروبي ولسوالۍ کې پاڅون کوونکو له دوي څخه د مرستې غوښتنې نه ده کړې.
وسله والو مخالفانو لا تراوسه په سروبي ولسوالۍ کې د دوی پرضد د خلکو د پاڅون په اړه څه نه دي ویلي.
په عین حال کې د سیاسي چارو څیړونکي دا پاڅونونه پرخلکو د شویو زورزیاتیو لامل بولي، خو اندیښنه لري که چیرې د افغان حکومت له لوري یې په ټینګه څارنه ونشي نو د دوی په خبره دا ویره شته چې د افغان دولت حاکمیت ته هم زیان ورسوي.
د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد ودیرصافي په دې اړه آزادي راډیو ته وویل:
"حکومت سم نه دی او عدالت هم نشته نو ښایی چې د ښایی چې له پاڅون کوونکو سره وسله وال مخالفان یوه معامله وکړي، چې د حکومت پر ضد سره یو شو.
دوی ته به ووایی، چې حکومت تاسو ته هم ښه خدمتونه نه دي کړي او تاسو هم خپل استازي راولي چې درته خدمت وکړي.
په دې صورت کې که دواړه سره یوشي نو د دې دولت عمر به لنډ شي".
د وسله والو مخالفانو پرضد څو میاشتې مخکې د خلکو د پاڅون خبر لومړی د غزني ولایت له اندړو ولسوالۍ څخه خپور شو، له غزني وروسته له بادغیس،ننګرهار،پکتیا او ځینو نورو سیمو څخه هم ورته راپورونه خپاره شول.
وسله والو طالبانو دا د خلکو پاڅونونه نه بلکې د دوی پرضد د افغانستان د امنیتی ارګانونو او بهرنيو ځواکونو هلې ځلې بللي او وایی چې دا سیمه ایز پولیس دي چې د خلکو د پاڅون نوم ورکړل شوی.
افغان حکومت وایی چې پاڅون کوونکو په یوه سیمه کې هم له امنیتی ځوا کونو څخه د مرستې غوښتنه نه ده کړې خو د ملي امنیت عمومي رییس اسدالله خالد څه موده مخکې په ملي شورا کې ویلي وو چې دا پاڅونونه د دوی تر ټینګې څارنې او کنټرول لاندې دي.