د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

لخضر ابراهيمي پر اوربند د خبرو لپاره دمشق ته ځي


ابراهيمي
ابراهيمي
د سوريې لپاره نړيوال استازي اخضر ابراهيمي وايي دى به ډېر ژر دمشق ته سفر وکړي، چې د بشارالاسد د حکومت او ياغيانو ترمنځ د لنډمهالي اوربند پر عملي کېدو خبرې وکړي.

ابراهيمي ويلي دغه ډول يو تړون به په لوى اختر کې وشي. دمشق په متحاط ډول د دې نظر هرکلى کړى، خو ويلي يې دي، دواړه لوري بايد دې بهير ته درناوى وکړي.

ابراهيمي ويلي، که چېرې د اسد ځواکونه ډزې بندې کړي، ياغيان به هم د دې تړون ملاتړ وکړي.

په عين حال کې د سوريې دولتي اژانس سنا ويلي، دولتي ځواکونو په مرعات کې د کليو د تصفيې په بهير کې ګڼ ياغيان وژلي او ټپيان کړي دي.

اژانس ويلي، ياغيانو په شمال ختيځ کې د عراق پولې ته نژدې د ګازو دوې نلليکې منفجرې کړې دي.
XS
SM
MD
LG