که څه هم په افغانستان کې د نا امنیو د ډیریدو راپورونه خپریږي؛ خو آیساف ځواکونه ټینګار کوي، چې افغان ځواکونه ډیر پیاوړي شوي او له دې هیواد څخه د بریتانیوي ځواکونو وتل به امنیتي ستونزې را منځ ته نه کړي.
په کابل کې د آیساف ځواکونو ویاند د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ چې دوی ډاډه دي، له افغانستان څخه د بریتانیوي ځواکونو وتل دا هیواد له هیڅ ډول ستونزې سره نه مخامخ کوي.
جنرال "ګونټر کټز" څرګنده کړه، چې نړیوالې ټولنې په بیلا بیلو کنفرانسو کې له افغانستان سره د پراخو مالي او پوځي مرستو ژمنه کړې او حتی له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به هم افغانستان یوازې پرې نږدي:
"زه کولای شم له تاسو سره ژمنه وکړم او تاسو ته ډاډ درکړم؛ ځکه چې افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي شوي او نړیوالې ټولنې له دې هیواد سره د پراخو مرستو ژمنه کړې.
نړیوالې ټولنې او آیساف په شیکاګو او توکیو کنفرانسونو کې له افغان حکومت سره څرګندې او پیاوړې ژمنې کړي.
نو دا ښیې چې افغانستان به له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم یو ځواکمن او په خپلو پښو ولاړ حکومت ولري."
بریتانیایي چارواکو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د روان میلادي کال ترپایه به خپل پنځه سوه سرتیري له دې هیواد نه وباسي.
د بریتانیې د دفاع وزیر "فیلپ هامونډ" څرګنده کړې چې په راتلونکې میلادي کال کې به په افغانستان کې د خپلو عسکرو په شمیر کې د پام وړ کموالی راولي؛ خودا یې نه ده ښودلې، چې څومره سرتیري به یې له دې هیواد څخه ووځي.
خو د آیساف د ویاند په خلاف افغان امنیتي کارپوهان د افغانستان امنیتي وضع ستونزمنه بولي او وایي، چې بریتانیوي چارواکي باید له دې هیواد څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو خبره د افغانستان امنیتي وضعې ته په پام وکړي.
د پوځي چارو کارپوه جنرال امرالله امان د "ګونټر کټز" دا څرګندونې چې له دې هیواد څخه به د بریتانیوي ځواکونو وتل پرامنیتي حالت منفي اغیز ونه کړي یوازې یو شعار وباله:
"دا نظر څرګندول دي او هرڅوک کولای شي؛ خپل نظر ووایي، که چیرې یو بهرنی سرتیری وځي هم اغیزې لري.
موږ دا وایو چې ولي نړیواله ټولنه پرخپلو ژمنو نه دریږي او نه یې عملي کوي.
له مسلکي پلوه که ووایم یو افغان سرتیری نه شي کولای په یو ماشیندار له دې هیواد څخه دفاع وکړي."
ټاکل شوې ده د افغانستان امنیتي مسوولیتونه د ۲۰۱۴ میلادي کال ترپایه له بهرنیو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي او د نړیوالې ټولنې پوځي ماموریت په دې هیواد کې پای ته ورسیږي.
افغان حکومت د نړیوالې ټولنې د دې پلان هرکلی او ملاتړ کوي؛ خو وایي، چې له دې هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې باید افغان امنیتي ځواکونه په پرمخ تللو او عصري وسایلو، وسلو او نورو تجهیزاتو سمبال شي.