نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د قتل په یوه پيښه کې د پينځو بریتانوي عسکرو د لاس درلودلو او د هغوي د تورنیدو په اړه مقاله خپره کړې ده.
د بریتانیې د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د دې هېواد د شاهي سمندري ځواکونو پينځه عسکر د افغانستان په جنوب کې د یوه وسله وال د قتل په تور نیول شوي دي.
پيښه په ۲۰۱۱ کال کې په هلمند کې شوې ده.
دا اول وار دی، چې په تیرو څه باندې یولس کلونو کې بریتانوي ځواکونه په افغانستان کې په قتل کې د لاس درلودو په تور نیول کیږي.
د نیویارک ټایمز په حواله، د دې پيښې په ارتباط، چې ډیر جزیات یې لا نه دی څرګند شوي، په اول کې نهه تنه عسکر نیول شوي وو خو څلور تنه بیرته خوشې شول.
د بریتانیې د دفاع وزارت مخکې ویلي وو، چې پيښه په هلمند کې د وسله والو سره تر یوه نښته وروسته رامنځته شوې وه او ملکي وګړو ته زیان نه وو رسیدلی.
نیويارک ټایمز او نورو غربي رسنیو، دا مسله تر هغه وروسته را پورته کړه، چې د پوځ یو مامور د یوې بلې مسلې په ارتباط ونیول شو او بیا د هغه په لپ ټاپ کمپیوټر کې د هلمند د پيښې ویډيو ګانې وموندل شوې.
بریتانوي چارواکي وايي، چې دا پيښه یې د زیاتې څيړنې لپاره د بریتانیې د پوځ د څارنوالۍ برخې ته چې پر پوځي محاکمو څارنه کوي، راجع کړې ده .
د بریتانيې د دفاع وزارت ویلي، چې مشکوک کسان په توقیف کې دي خو د هغوي نومونه یې نه دي اخیستی.
نیویارک ټایمز وايي، سره له دې، چې دا پيښه د ملکي خلکو د وژلو سره تړاو نه لري، د افغانانو د غبرګون سره مخامخ کیدلای شي اوهم ښايي په دې هېواد کې د سیاسي ثبات د ټینګښت لپاره هڅو ته زیان ورسوي.
نیویارک ټایمز د بریتانې د دفاع د وزیر فلیپ هاموند د یکشنبې د ورځې خبرې راخیستي چې وايي : هر هغه څوک چې دلته فعالیت کوي ، د جګړې پر شرایطو او اصولو پوهیږي.
فلیپ هاموند ژمنه وکړه چې که چیرې د هلمند په پيښه کې زیاتی شوی وي نو عاملینو ته به یې سزا ورکړه شي.
بلې امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوست هم د بریتانې د دفاع د وزیر د یک شنبې د ورځې پر خبرو تبصره کړې خو د هغه د خبرو یوه بله برخه یې را اخیستې ده .
فلیپ هاموند د یکشنبې په ورځ وویل چې د دې هیواد زرګونه عسکر به د راتلونکي کال تر پایه له افغانستان څخه وایستل شي.
فلیپ هاموند وویل چې په افغانستان کې د نه نیم زروعسکرو لږ تر لږه ۵۰۰ تنه به سږکال په ترځ کې باسي .
بریتانیه غواړي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه خپل ټول عسکر ستانه کړي.
فلیپ هاموند پدې اړه چې د ۲۰۱۳ کال تر پایه به په دقیق ډول څومره کسان د افغانستان څخه وایستل شي خو د یک شنبې په ورځ یې په یوه مرکه کې وویل : سل هاوو نه بلکه په زرګونو عسکر به د راتلونکې کال تر پایه کور ته ستانه کړو.
واشنګټن پوست لیکي چې په تیرو څه باندې یولسو کلونو کې لږترلږه ۴۳۳ بریتانوي عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي.