د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۶

عباس عراقچي د ایران او امریکا د جګړې احتمال رد نه کړ


د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس عراقچي
په داسې حال کې چې د لویدیځ له لوري پر ایران اقتصادي بندیزونه زیات شوي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سید عباس عراقچي د ایران او امریکې تر منځ د جګړې احتمال رد نه کړ.

عراقچي په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سره په ګډې خبري غونډې کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې له امریکې سره د ایران د احتمالي جګړې پر مهال به ایران په افغانستان کې پر امریکایي مرکزونو برید وکړي که نه وویل؛ چې په جګړې کې هر څه ممکن دي:

"موږ هیله لرو، چې داسې یوه پیښه رامنځ ته نه شي او په واشنګټن کې امریکایې چارواکي له هغې څخه هم هوښیار ګڼو چې په داسې یو سترې تیروتنې لاس پورې کړي او په سیمه کې یوه بله جګړه پیل کړي، چې ممکن هغوی یې پیل کړي، خو ختمول یې دهغوی په لاس کې نه دی او معلومه خبره ده، چې په هرې جګړې کې هر ډول پيښه رامخې ته کېدای شي."

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال دا هم وویل؛ چې له خپل افغان سیال سره یې په کتنې کې سیاسي سلا مشورې کړې دي.

بل خوا د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جاوید لودین بیا له ایران سره د خپل هیواد پر ښو اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل، لکه څنګه چې افغانستان له نورو هیوادونو سره ښې اړیکې لري له ایران سره هم ورته اړیکې لرلی شي او له امریکې سره یې د افغانستان ګډ ستر اتیژیک سند ته په اشاره څرګنده کړه؛ چې په دې سند کې هم له ګاونډیو سره د دا راز اړیکو یادونه شوېده.

جاوید لودین د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو هم وغوښتل؛ چې د افغانستان ضرورت دې درک کړي او لس کلن تفاهم دې له دغه هیواد سره وساتي.

ښاغلي لودین د امریکې او ایران تر منځ احتمالي جګړې ته په اشاره وویل؛ هیله لري، چې د جګړې یوه نوی صفحه خلاصه نه شي.

په یاده خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې په ایران کې څومره افغان زندانیان په اعدام محکوم شوي، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرسیتال وویل؛ چې ایران د جرمونو د تر سره کولو په وړاندې پر ایرانیانو او بهرنیانو یو ډول قانون عملي کوي او ډیري هغه افغانان په ایران کې له سزا سره مخ کيږي؛ چې په ایران کې او یا د ایران له لارې د مخدره موادو قاچاق کوي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین وویل؛ چې افغان چارواکي دغه مساله څیړي او تیره ورځ یې په تهران کې د افغانستان د سفارت د حقوفي څانګې دوه تنه ډیپلوماټان معرفي کړي؛ چې دغه مساله له ایران دولت سره په ګډه وڅیړي.

"موږ تیره ورځ دوه تنه ډیپلوماټان معرفي کړي؛ په ځانګړي توګه چې په حقوقي برخه کې تجربه لري او له ایراني مقاماتو سره په تماس کې دي او په دې به وتوانیږي چې دا مسایل تعقیب کړي."

که څه هم چې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال په دې اړه دقیق ارقام ورنه کړل. خو ویل کيږي، چې ایران کې به په سلګونو افغان بندیان په دار وز‌ړول شي.
XS
SM
MD
LG