د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۵

په افغانستان کې د امریکا پوځ نورڅه کولای شي؟


د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې ترټوله اوږده جګړه ده، چې اوس یي پای له ورایه ښکاري.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ژمنه کړې، چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به ټول امریکایي جنګي ځواکونه له افغانستانه باسي.

په داسې حال کې چې، دغې نیټې ته دوه کاله پاتې، خو ځیني څیړونکي په دې فکر کوي، چې د امریکا پوځ په دې هېواد کې نورڅه کولای شي چې باید ویي کړي.

کریسچین ساینس مونیتور ورځپاڼه لیکي، د افغان امنیتي ځواکونو له منځه پر امریکایي او ناتو ځواکونو حملې په روان کال کې د وژل شویو بهرنیو سرتیرو شل فیصده جوړوي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د مړیني کچه وروسته له هغې لوړه شوه، چې د بارک اوباما له امر سره سم په ۲۰۱۰ میلادي کال کې افغانستان ته د درې دیرش زرو اضافي سرتیرو د استولو بهیر پیل شو.

په ځانګړې ډول په افغانستان کې زر امریکایي سرتیري د نهو کلونو په موده کې ووژل شول، خو یوازې په تیرو دوو کلونو کې زر نور امریکایي ووژل شول.

که څه هم په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو کار مرګونې شوې، خو اکثره کتونکي خبردارې ورکوي، چې له دې سره سره د دوي هلې ځلې موثره نه دي.

د افغان ځواکونو له لیکو نه په بهرنیو سرتیرو حملې، مرګ ژوبله او په افغان حکومت کې موجود فساد دا پوښتنه پورته کړې، چې ایا دا جګړه په دې ارزي، چې دوام ورکړای شي؟

د جورج واشنګټن پوهنتون د سیاسي علومو پروفیسر سټیفن بیدل وایي، چې اوس مهال د امریکا د حکومت ستراتیژۍ د خبرو له لارې د مسلې په حل اتکا کوي او د جګړې دوام هم له دې حل سره مرسته کوي.

خو دی وایی، چې ایا په حقیقت کې دا سم کار دې، چې باید ترسره شي او دا به څومره ممکنه وي، چې د جګړې د دوام په صورت کې په خپله ګټه د خبرو له لارې د مسلې حل را و ایستلې شي؟

دې وایی، چې اوس دې پوښتنې ته ځواب ورکول ستونزمن بریښې، موږ په داسې حال کې، چې جګړه کوو، اوس مهال په څو بېلابېلو مسایلو هم کار کوو، چې د مسلې حل ناسم لوري ته بیایي.

ډاکټر بیدل زیاتوي، چې یو سیاسي حل ته رسیدل به د جګړې د بریا یوه بله څرګنده نښه وي، خو د ده په وینا دا د افغان حکومت له اصلاحاتو سره تړاو لري.

دې وایي، هر ډول سیاسي حل ښایي طالبان د یو سیاسي ګوند په توګه قانوني کړي او که چیرې افغان مشران هغه څه ته دوام ورکړي، چې ډاکټر بیدل یي مخ په زیاتیدونکې لوټمار حکومت بولي، نو ممکن طالبان په حکومت کې د پښې ځای پیدا کړي.

امریکا، چې اوس مهال په جګړه او روزنه کې بوخته ده، په حکومت کې د اصلاحاتو هڅې تر پام وړ حده کمې کړي او ممکن همدغه فساد د هغو حملو یو لامل وي، چې د افغان ځواکونو له لیکو څخه په امریکایی سرتیرو کیږي.

پداسې حال کې، چې د امریکا پوځ ددغو حملو یوه اساسي انګیزه کلتوري تضادونه بولي او ژمنه یی کړې، چې د امریکایی عسکرو د روزنې هڅې به دوه برابره زیاتې کړي، خو ډکټر بیدل وایی، چې ددغو حملو د مخنیوي یوه ښه وسیله په حکومت کې د اصلاحاتو راوستل دي.

ډاکټر بیدل وایی، چې افغان جنګیالي ګوري، چې ددوی قومندانان په زړه کې کومه دلچسپي نلري او دا ځکه، چې اکثره دغه قومندان د سیاسي ملحوظاتو له مخې ټاکل شوې او همدا لامل دې، چې افغان سرتیري جګړی ته زړه نه ښه کوي.
XS
SM
MD
LG