ای، ام، اف یا نړېوال وجهي صندق پاکستان ته خبرداری ورکړی دی، که د بودیجې د کسر د پوره کولو لپاره د پیسو چاپولو ته دوام ورکړي، نو دا هېواد به د سخت انفلاسیون سره مخامخ شي.
اي ام اف پاکستان ته د دې ستونزې د حل لپاره مشوره ورکړې ده.
نړېوال وجهي صندوق د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د پاکستان اقتصادي حالت نور هم خرابیدونکی دی.
د پاکستان حکومت د بودجې د کسر د تامینولو لپاره پيسې چاپوي او دا کار به په دې هېواد کې انفلاسیون دوه برابره کړي.
«ای ایم اف یا د نړېوال وجهي صندوق» په کاري راپور کې ویلي دي، اسلام اباد باید، د بریښنا د جګو بیو او کمزوري توزیع په ګډون د انرژي د سکتور په برخه کې هم خپلې ستونزې ژر تر ژره حل کړي او په عین حال کې د هېواد، د مخ پر زیاتیدونکي نفوس لپاره دا سکتور پياوړی کړي.
د نړېوال وجهي صندوق په راپور کې لیکل شوي دي، چې پاکستان به په راتلونکې کې د اقتصادي چلنجونو سره مخامخ وي.
په 2012 او 2013 کلونو کې د پاکستان کورنی ناخالص تولید تر درې نیم فصیده اټکل شوی دی، خو د مخ پر زیاتیدونکې کاریګري قوې د جذب لپاره باید د کورنی ناخالص تولید وده ګړندۍ شي.
د فرانسې خبري اژانس لیکي:
په دې وروستیو کې په پاکستان کې انفلاسیون کم شوی دی، خو که په دې اړه درست اقدامات ونه سشي او د بودیجې د کسر د پوره کولو لپاره نورې پيسې چاپ کړل شي، نو د راتلونکې کال په نیمايي کې به انفلاسیون دوه برابره زیات شي.
په راپور کې ویل شوی دي، په دې هېواد کې د بهر نيو پانګونو د کمښت له کبله بهرني حسابونه ډير ضعیفه دي او د مرکزي بانګ ذخیري هم مخ پر کمیدو دي.
د نړېوال صندوق په راپور کې ویل شوي دي، چې د دې مسلې د حل لپاره باید پراخ او قاطع اقدام وشي، مالیي باید زیاتې کړل شي، مصارف او په تیره بیا سبسډي کمې شي.
په دې راپور کې پاکستان ته اخطار ورکړل شوی دی که چېرې انفلاسیون زیات شي د دې هېواد خلکو ته به زیا ت تاوان ورسیږي.