د لغمان نوي والي په اداره کې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه او د ښه امنیت راوستل يې خپل کاري لومړيتوبونه یاد کړل.
د چهارشنبې په ورځ د لغمان ولایت په مقام کې په یوه پراخه غونډه کې د یاد ولایت لپاره غوره شوی والي ډاکټر فضل الله مجددي د دې ولایت ادارې او سیمه ییزو چارواکو ته په رسمي ډول ور وپيژندل شو.
په دغه غونډه کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې چارواکو، د ولسي جرګې یو شمېر غړو، د لغمان اداري رییسانو او لسګونه قومي مشرانو برخه اخیسته وه.
په پارلمان او ولایتي شورا کې د لغمان د خلکو استازو او د دې ولایت قومي مشرانو په تکراري ژبه په لغمان کې امنیت تر بل هر وخت خراب وباله او له نوي والي يي غوښتنه وکړه، چې خپل زیات پام د امنیت خوندیتوب ته واړوي او په ولایتي ادارې کې دې د فساد جرړلې له منځه یوسي:
"یقینا زموږ د لغمان امنیت ډیر خراب شوی دی،د مرکز نه تر یو نیم کیلو متری پورې دولتي چارواکي نشي تللی، زموږ د الینګار ولسوال هم غوښتل، چې دلته راشي خو د خراب امنیت له امله رانغی.
قومي مشر معلم اسدالله اسد: امنیت د نعمتونو څخه مهم نعمت دی، جناب والي صیب که چېرې په لغمان کې امنیت خوندي شي نو هر څه به سم شي."
نوي والي ډاکټر فضل الله مجددي د لغمان ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې که په هر اداري چارواکي فساد ثابت شو نو له دندې به یې لیرې او عدلي ارګانونو ته به ور وپيژندل شي.
دا رنګه نوي والي فضل الله مجددي په دې ولایت کې د ښه امنیت راوستل يې خپل لومړیتوب یاد کړ او په خبره يې د ناامنۍ د ختمولو لپاره ځانګړي پلانونه له ځانه سره لري:
"د امنيتي ستونزو د لیرې کیدو په موخه موږ پلان طرح کوو، چې لومړی د ښار او بیا په نورو ولسوالیو کې به پلي شي، موږ په لومړي قدم کې د اداري چارواکو، ولایتي شورا او قومي مشرانو سره ګورو له هغې وروسته به خپل امنيتي پلانونه پلي کړو."
له غونډې وروسته د لغمان امنيې قومندان جنرال عبدالرحمن سرجنګ رسنیو سره په مرکه کې د لغمان د امنیت په اړه د ولایتي شورا د چارواکو او قومي مخورو لګول شوي تورونه رد کړل.
نوموړي زیاته کړه، چې په لغمان کې به ځيني امنيتي پېښې وي، چې هغه ټولې د دې ولایت د ولسونو، ډلو او ډپلو ترمنځ د خپل منځې شخړو او بدیو له امله کیږي:
"له ښار نه ۵ کیلومتره، د لغمان امنيې قومندانۍ لرې ده، تاسې لاړ شئ د سرخکانو پورې نورو ځآینو ته هیڅ خبره نشته دا د خلکو خپل مشکلات دي، چې خپل منځ کې لري، دلته تنظیمي او سیمه ییز سیاسي مشکلات دي، چې دوی يې له یو له بل سره لري، بل خلک هم له امنيتي ارګانونو سره همکار نه دي."
که څه هم قومندان سرجنګ په څرګنده ژبه د چا نوم یاد نه کړ، خو په ګونګه ژبه په دې ولایت کې ځيني خلک د شخصي ګټو د خونديتوب په موخه د ناامنۍ په رامنځته کیدو تورن کړل، چې په خبره يې پر وړاندې به يې جدي ګامونه پورته شي.
خو دا، چې په لغمان ولایت کې د نوي والي له خوا شوې وعدې او له والي سره د ولسونو د ملاتړ غږ به څومره عملي بڼه خپله کړي، د والي ترسره کیدونکې دنده او د ولسونو راتلونکې کړنې به يې خپله روښانه کړي.
راپور: شاه محمود شینواری