د افغانستان بانک چارواکي وایي، دروان لمریز کال ترپای پورې به د "نوی کابل بانک" اسناد بشپړ او د خرڅلاو لپاره به یې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
"نوی کابل بانک" په یوزرو درې سوه نوي یم لمریز کال کې د کابل بانک له ماتې وروسته د مالیې وزارت په چوکاټ کې په نوې بڼه په کار پیل وکړ.
د افغانستان بانک مرستیال خان افضل هډه وال د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ چې نوی کابل بانک اوسمهال د حکومت د څه باندې څلورلکو کارکوونکو د میاشتینو تنخوا ګانو د ورکړې چارې پرمخ بیایي، عواید یې د لګښتونو په نسبت کم دی، د همدې له امله پریکړه شوې، چې په لږه موده خصوصي سکتور ته ورکړل شي:
"د دې د تاوان دلیل دا دی، چې تراوسه دا بانک د پورونو د ورکړې اجازه نه لري، بل خوا بانک لګښتونه لري، د مامورینو تنخواګاني، عملیاتي او اداري لګښتونه او داسې نور او په مقابل کې یې عواید لږ دي.
د دې لپاره د وزیرانو شورا پریکړه کړې، چې اسناد دې ژر تر ژره بشپړ او خصوصي سکتور ته دې ورکړل شي"
کابل بانک تیرکال له ماتې وروسته په دوو برخو وویشل شو، نوی کابل بانک او د پخواني کابل بانک د تصفیې اداره.
د کابل بانک د تصفیې اداره وایي، له یولړ څیړنو وروسته د یاد بانک پر نهه سوه لس میلیونو ډالرو اویا میلیونه ډالره نورهم ورزیات شول.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، تراوسه یې یوسلو پنځه دېرش میلیونه ډالره پور ترلاسه کړی، د یوسلو اتیا میلیونو دالرو په ارزښت یې د پوروړو ملکیتونه خپل کړي او د دوه سوه اتلس میلیونو ډالرو پوروړو یې ژمنې اخیستي؛ چې ترپنځو کلونو پورې به خپل ټول پورونه ورسپاري.
د دې ادارې مشر سید حمید محبي وایي، د یاد بانک سهم لرونکو داسې جایدادونه هم اخیستي چی که اوس خرڅ هم شي، د بانک پورونه پرې نه پوره کیږي:
"د دې جایدادونو خرڅول اوس هم موږ ته یوه لویه ستونزه ده؛ ځکه چې په سیسټم کط د ځینو جایدادونو بیې لوړی درج شوی دی، په دوه زره اتم او نهم میلادي کلونو کې په داسې جایدادونو پانګې لګیدلي؛ چې اوس هغه بیې نه کوي.
همدارنګه د حیره تانو ذخیرې او داسې نور.
موږ خرڅلاو ته ایښي خو څوک یې اخیستو ته یا نه حاضریږي اویا دا چې د اخیستو توان یې نه لري."
کابل بانک لومړی خصوصي بانک و، چې شاوخوا کال مخکې له ماتې سره مخ شو.
افغان چارواکي د یاد بانک د ماتې لاملونه، د بانک ناسم مدیریت او د سهم لرونکو له خوا د پیسو ایستل په ګوته شوي دي.
شیرخان فرنود او خلیل اله فیروزي د کابل بانک عمده سهم لرونکي وو، چې د بانک د پیسو په اختلاس اوسمهال په زندان کې دي.
د کابل بانک له ماتې وروسته "ای. اېم. اېف" تریوه وخته له افغانستان سره خپلې مرستې وځنډولې.
سره له دې چې "ای ایم ایف" اوسمهال خپلې مرستې بیا پیل کړي؛ خو پر افغانستان حکومت یې دا شرط هم ایښی، چی د دې بانک قضیه به داسې اواروي، چې د نړیوالې ټولنې د قناعت وړوي.