د ښوونې او روزنې د پوهنتون د نوم له بدلیدو او په اړه یې له راپورته شویو پرله پسې مظاهرو وروسته د ولسي جرګې اداري پلاوي پریکړه وکړه؛ چې په دې اړه به له ولسمشر کرزي سره خبرې وکړي.
د ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو د شنبې په ورځ هم د پروفیسور برهان الدین رباني نوم د دې پوهنتون د نومولو پر خلاف د ملي شورا مخې ته مظاهرې وکړې.
مظاهرچیان د ملي شورا د دریو دروازو مخې ته راټول شوي وو او د شورا ودانۍ ته یې د وکیلانو د ننوتلو مخنیوی کاوه.
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د مظاهره چیانوله استازیو سره تر خبرو وروسته وویل؛ چې د محصلینو او ځینو استازو په ګډون به یو پلاوی د خبرو لپاره ولسمشر کرزي ته واستوي.
"د محصلینو غوښتنه ما د ولسمشر لومړي مرستیال ته هم وړاندې کړه؛ خو هغه یې له حل څخه عاجزه پاتې شو او ویې ویل، چې کله ولسمشر کرزی راغی، نو کیدای شي په دې اړه پریکړه وکړي. کیدای شي، ناصري صاحب، لالی صاحب له شلو تنو محصلینو څخه لست واخلئ چې کله ولسمشر صاحب راغی؛ نو له نږدې ورسره خبرې وکړي او کومې غوښتنې چې لري مطرح یې کړي."
د شنبې په ورځ مظاهره چیانو ادعا وکړه، چې د ولسي جرګې یوه غړي قاضي نظیر احمد حنفي پر مظاهره کوونکو موټر ور تاوو کړی او درې تنه یې خوږ کړي دي.
قاضي نظیر په ولسي جرګې کې د هرات استازی دی او د جمهعیت اسلامي د ګوند مهم غړی هم دی.
مظاهره چیانو وویل، تر څو چې ملي شورا د یاد پوهنتون نوم بېرته د ښوونې او روزنې په نوم نه کړي نو خپلو مظاهرو ته به دوام ورکوي.
د ولسي جرګې غړي قاضي نظیر د جرګې عمومي غونډې ته په وینا کې د محصلینو ادعا رد کړه؛ چې ګنې په موټر یې څو تنه ټپيان کړي دي.
نوموړي د دې محلصین د ادعا په خلاف وویل؛ چې دغو محصلینو یې په موټر باندې حملې وکړې.
"زه چې کله راننوتم بلې، ځوانان زما مخې ته ودریدل. زما په موټر یې ګوزارونه کړي په سوکانو یې وهلي، په هر څه چې یې ګوزارونه کړي زه ترې ګیله نه لرم؛ خو هغوی له ما ګیله کوي، چې ولې دې ساحې ته ننوتم."
له بلې خوا د ولسي جرګې یو شمېر استازي وایي، چې د دې مظاهرو تر شا د یاد مجلس یو شمیر استازي هم لاس لري.
د افغانستان ولسمشر د برهان الدین رباني د وژل کیدو په لومړي تلین د ښوونې او روزنې پوهنتون او د دې پوهنتون مخې ته پروت سړک د نوموړي په نوم کړل.