د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

ابراهیمي: سوریه بدلون ته اړتیا لري


د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی اخضر ابراهیمي
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی اخضر ابراهیمي
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي پرون د امنیت نړیوالې شورا ته د سوریې او ځینو نورو هیوادونو له مشرانو سره د خپلو وروستیو کتنو په اړه معلومات ورکړل.

اخضر ابراهیمي چې د امنیت شورا د تړلو دروازو تر شاه غونډې ته يې وینا کوله؛ وویل، چې په سوریه کې روان وضیعت د ټولې نړۍ امنیت ته ګواښ ګرځیدلی او ولسمشر بشار الاسد هغو اصلاحاتو راوستو ته چمتو نه دی چې په نتیجه کې يې نوموړی له واک څخه لري کیږي.


یوه لویدیځ ډیپلوماټ چې د امنیت شورا په غونډه کې يې ونډه درلوده د اخضر ابراهیمي په حواله ویلي؛ د سوریې ولسمشر غواړي، هیواد هغې دورې ته بیرته وګرځوي، چې هغه او کورنۍ يې په کې له څلورو لسیزو راهیسې د دکتاتورانو په توګه واک چلولی دی.

اخضر ابراهیمي ویلي، ولسمشر بشار الاسد د هغه د واکمنۍ پر ضد د خلکو پاڅون ته له بهر څخه د تنظیم شوي دسیسي بڼه ورکوي او په دې سره غواړي؛ هغه مظاهرې کمې کړي، چې له تیر کال راهیسې د نوموړي د رژیم پر ضد پیل شوي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته له خپلو څرګندونو وروسته ابراهیمي خبریالانو ته وویل:

"زه دا باور نشم کولی، چې با منطقه خلک دې دا نه مني، چې وروسته تګ نه شي کیدای.

پخوانۍ سوریې ته بیرته تګ نه شي کیدای. زه فکر کوم چې ما په دمشق او نورو ځایونو کې ټولو ته وویل؛ چې اصلاحات نور نو کافي نه دي، هغه څه چې ورته اړتیا ده هغه بدلون دی."


اخضر ابراهیمي وویل، د سوریې حکومت په دې باور دی، چې دا مهال شاوخوا ۵ زره بهرني وسله وال د هغې پر ضد جګړه کوي.

نوموړي وویل، د سوریې وضیعت نه یوازې د سیمې بلکه د نړۍ امنیت او ثبات ته هم خطر ګرځي.

بل لور ته د ملګرو ملتونو د خوړود نړیوال پروګرام مشر ویلي؛ دا مهال په سوریه کې یو نیم میلون کسان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د امنیت شورا له غونډې بهر د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ د سوریې د بحران د حل لپاره د نړیوالې ټولنې د پخواني استازي کوفي عنان پلان د حل غوره لاره ده او دا پلان باید پر ځای پاتې وي.

"ګویډو وسیټر ویلې" د سوریې د حکومت په اپوزوسیون هم غږ وکړ؛ چې یو موټي شي او وښيي، چې دوی په خپل هیواد کې د یوې پراخ بنسټې او ډیموکراټیکي ټولنې لپاره کار کوي.
XS
SM
MD
LG