د ناټو چارواکي ټینګار کوي، چې له نړېوالې ټولنې سره به په ګډه د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره زمینه برابره کړي، خو په دې شرط چې افغان حکومت هم خپل مسولیتونه ترسره کړي.
په کابل کې د ناټو د ملکي استازی ویاند ډومینک میډلي نن خبریالانو ته وویل، چې دغه ژمنه د ناټو ملکي استازي سایمن ګس په بروکسل کې د خپل وروستي کانفرانس پرمهال وکړه.
میډلي د افغانستان د مسولیتونو په اړه وویل:
(افغانستان باید په کلیدي برخو لکه ښې حکومتدارۍ، له فساد سره مبارزې او ښو انتخاباتو لپاره مثبت لوري ته حرکت وکړي.
دا د متقابلو ژمنو ساحې دي، چې د افغانستان راتلونکې اړیکې ټاکي.)
له دې سربیره د توکیو په وروستي کانفرانس کې هم په افغان حکومت باندې د مرستو په بدل کې د ښې حکومتدارۍ، حساب ورکوونکې او له فساد سره د مبارزې شرطونه کیښودل شول.