د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۸

پيښور کې موټربم چاودنې ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله


د پيښور امنيتي مسوولین وايي، د تیرې ورځې په بمي چاودنه کې د هوايي ځواک د درېيو ملکي مامورینو په ګډون څلور دیرش تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

چاودنه د چهارشنبې په ورځ پر سیمه ييز وخت د مازیګر پر څلور نیمو بجو د پيښور ښار جنوب ختیزې څنډې ته د سکیم چوک په بازارګي کې وشوه.

پولیس وايي، د هوايي ځواک د ملکي مامورینو یو فلاینګ کوچ ډوله موټر له سیمې نه د تیریدو په حال کې و، چې د لويې لارې پر سر په یوه ولاړ آلټو موټر کې درنه چاودنه وشوه.

د پولیسو عالي رتبه افسر خورشید خان، چې د پيښې په ځای کې يې خبريالانو ته معلومات ورکول وویل، چې په چاودنه کې د هوايي ځواک د ملکي مامورینو موټر ته سخت زیان اوښتی؛ خو زیاته يې کړه، چې نه پوهیږي، چې د برید هدف همدا موټر و که څنګه:

"دا، چې د چاودنې هدف به د هوايي ځواکونو موټر و که څنګه، په دې باب څه ویل به له وخته وړاندې وي، خو وروستي معلومات دا دي، چې په یوه سوزوکي الټو موټر کې چې د سړک غاړې ته ولاړ و چاودنه شوې، اته کسان يې وژلي او څلوریشت نور په کې ټپیان دي."

پولیس وايي، د هوايي ځواکونو په دغه فلاینګ کوچ ډوله موټر کې، چې په بشپړه توګه سوځیدلی درې تنه سپاره وو، چې په خبره یې درېواړه ټپیان دي.

د هوايي ځواک سرچینو هم د شپې تر ناوخته په دې باب څه نه دي ویلي، خو باخبره سرچینې وايي، چې په موټر کې سپاره د ټيټې رتبې درې مامورین په ټپي حالت کې د پيښور پوځي روغتون ته لیږدول شوي دي.

د جنايي پولیسو مشر افسر شفقت ملک له رسنیو سره په خبرو کې د چاودیدونکیو موادو د نوعیت په باب وویل، چې په چاودنه کې د آر، پي، جي یا راکټ مرمۍ هم کارول شوي دي :

"تر هغې چې د پولیسو تحقیقات نه وي بشپړ شوي، دقیقه خبره نشم درته کولی خو له لومړنیو شواهدو ښکاري، چې له دیرشو تر څلویښت کیلو ګرامه پورې چاودیدونکي مواد چې د راکټ مرمۍ او چرې هم پکې وې په یوه موټر کې ځای پرځای شوي وو او په غالب وګومان چې د ریموټ په واسطه چول شوي دي"

شفقت ملیک د لیډي ریډنګ یا جرنیلي روغتون د سرچینو له قوله وویل، چې دغه روغتون ته د ښځو او ماشومانو په ګډون د اتو تنو مړي او شپږویشت تنه ټپیان لیږدول شوي، چې په خبره يې د لسو ټپیانو روغتیايي حالت پکې نازک بلل شوی.

نوموړی همداشان زیاتوي، چې په چاودنه کې د سپرلیو یوه بس موټر او تر ګڼ شمیر دوکانونو ته هم زیان اوښتی او پکې موجود خلک مړه یا ټپيان شوي دي.

سکیم چوک د پيښور ښار جنوب لویدیزه څنډه کې آدم خیلو درې ته پر غزیدلې لویه لار واقع سیمه ده.
د چاودنې له ځایه په لنډ واټن کې د هوايي ځواکونو یو لوی مرکز موقعیت لري، خو تر اوسه لا دا نده څرګنده چې د برید اصل هدف دغه مرکز و که ښار ته ننوتل.

که څه هم تر اوسه لا چا ددې چاودنې مسوولیت نه دی منلی، خو امنيتي مسوولینو دا یوه تروریستي پيښه بللې او ویلي يې دي، چې په چاودنه کې هغه مواد کارول شوي، چې سخت دریزي وسله وال يې په چاودنو کې کاروي.

راپور- مجیب الرحمان انګار، پیښور
XS
SM
MD
LG