د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

چین خپلې ۶ څارګرې بېړۍ د لانجمنو ټاپوګانو خوا ته ولېږلې


د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، چنايي بیړۍ په دې ټاپوګانو کې د چین د سمندري حقونو پر اساس د قانون د عملي کولو ماموریت پر مخ بیايي. دا جزیرې په چېن کې د "دایو" او په جاپان کې د "سینکاکو" په نوم یادیږي.

په دې اړه د جاپان یوه ساحلي ساتونکې وویل، دوی چنايي بیړيو ته حکم وکړ، چې د جاپان له اوبو څخه ووځي خو، یوازې دوو یا دریو بیړیو د هغو حکوم ومانه.

دچنايي بیړیو د وتلو لپاره له زورڅخه کار نه دی اخیستل شوی.

د جاپان صدراعظم "یوشینکو نوډا" وویل، چې موږ به په دغو جزیرو کې د خپل نظارت او بیداري ټول توان څخه کار واخلو، خو د جاپان د وزیرانو د کابینې رییس "اوسمو فوجیمورا" وویل؛ چې توکیو به د دې مسالې په اړه هر لازمي اقدام وکړي:

“دا څرګنده ده، چې د نړیوال قانون له مخې او په تاریخي لحاظ د "سینکاکو" جزیرې د جابان د خپلواکې خاورې یوه برخه ده او دا جزیرې د جاپان تراغیزناک کنټرل لاندې دي.

دا ډيره د اندیښنې خبره ده، چې چین زموږ مستقیلو اوبو ته په دې توګه داخلیږي. موږ هغوی ته جدي مشوره ورکوو؛ چې له دغي سیمي څخه ووځي.”


چین خپلې څارګرې بیړۍ وروسته له هغه دغې لانجمنې سیمې ته ولیږلې؛ چې څو ورځې وړاندې ټوکیو د یوه خصوصي جاپاني مالک څخه د دریو جزیرو د رانیولو معامله پخه کړه.

د چین د دفاع وزارت وویل، چې د خپلې خاورې د حاکمیت په برخه کې د حکومت او پوځي قواوو عزم نه ماتیدونکی او نه بدلیدونکی دی.

داراز "بیجینک" توکیو ته خبرداری ورکړ، چې کیدای شي د خشونت به نتیجه کې تجارت زیانمن شي.

د دې معاملې په نتیجه کې د چین په یو شمیر ښارونو کې د جاپان پر ضد مظاهرې وشوې او په "شنګهای" کې د جاپان پر سفارت فزیکې حملې وشوې.

د جاپان د وزیرانو د کابینې رییس "فوجیمورا" له چین څخه وغوښتل؛ چې په دغه هیواد کې د جاپانیانو امنیت وساتي.

“موږ د خپل بهرنیو چارو له وزرات څخه غواړو، چې په چین کې د میشتو جاپانیانو د امن لپاره اقدام وکړي. هغوی ته معلومات ورکړي، د جاپاني ضد مظاهرو څخه یې اګاه کړي چې په چین کې د اوسیدو پر وخت بیداره اوسي.”

ټایوان هم د دې جزیرو ادعا کوي. په دغو جزیرو کې خلک نه اوسیږي. خو د کب نیوني اوبو ته ډيرې نیژدي پرتې دي او احتمال شته چې هلته د طبعي ګازو لویې زیرمې وي.
XS
SM
MD
LG