د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

الظواهري د خپل مرستیال "اللیبي" وژنه تایید کړه


امریکایي څارونکي وايي، چې د القاعده مشر "ایمن الظواهري" په یوه ویډيو کې د لومړي ځل لپاره د خپل مرستیال وژنه تایید کړه. د القاعده د مشر دغه وروستۍ ویډيو د سپټمبر د یولسمې نيټې د ټرریستي پيښي د یوولسمي کلیزې پر وخت خپره شوه.

دالقاعده د مشر ویډيو ۴۵ دقیقې ده او په تیرو دریو میاشتو کې لومړۍ ویډ‌يو ده؛ چې د "ایمن الظواهر"ي له خوا خپره شوې ده.

په ویډيو کې الظواهري وايي، چې د ده مرستیال "ابو یحیی اللیبي" د جون پر څلرمه نیټه په وزیرستان کې د امریکايي بې پیلوټي الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

"ابو یحیی اللیبي" په نړیواله سطح د القاعده شبکې لپاره په تبلیغاتي مسایلو کې یو متفکر شخص او پلان جوړونکی ګڼل کېده. د القاعده شبکې لپاره د اسامه بن لادن تر وژلو ورو سته د ابو یحیی وژنه یو ډير سخت ګذار دی.

د القاعده شبکې مشر "اسامه بن لادن" پروسږ کال د می په میاشت کې د پاکستان په "اېبټ اباد" کې د امریکايي ځانګړو قواوو په حمله کې ووژل سو.

الظواهري په ویډيو کې په عربي ژبه وايي: د "شیخ ابو یحیی" په شها دت سره به خلګ نور هم د هغه د جهاد پرپيغام راټول شي او د هغه پرغوښتنو به عمل وکړي.

د ایمن الظواهري ثبت شوې ویډيو د دوشنبې په ورځ "جهادي" ډلو ته لیږل شوې ده. امریکايي څارونکي وايي، د ویډيو ترجمه شوي متن کې د سپټمبر د یوولسمې نیټې د تروریستي پيښې د یوولسمې کلیزې په اړه په مستقیه توګه څه نه دي ویل شوي.

الظواهري په دې ویډيو کې د امریکا د جمهور رییس بارک اوباما په اړه وايي؛ هغه د انتخاباتو پر وخت درواغ ویلي وو او د نړۍ مسلمانان یې تیر ایستل، خو په افغانستان کې یې ماته وخوړله.

الظواهري په ویډيو کې د هغه سپینږیري امریکايي "وان وینسټين" په اړه هم خبرې کړي دي؛ چې د "یو. اېس. اېډ" سره یې کار کاو او پروسږ کال په پاکستان کې د القاعده له خوا وتښتول شو.

الظواهري وايي، دغه امریکایی به ترهغه ازاد نه شي ترڅو د امریکا په مشرۍ ځواکونه په افغانستان کې د القاعده نیول شوي غړي ازاد نه کړي.

ورستۍ ویډيو د الظواهري دیارلسمه وینا ده، چې د روان کال په اوږدو کې خپره شوې ده. معمولاً د القاعده ویډیوګانې په پښتو او اردو ژبو خپریږي.

ابو یحیی اللیبي په 2005 میلادي کال په افغانستان کې د امریکايي توقیف ځای څخه وتښتېد او د القاعده شبکې د پیروانو په یوه ډير الهام ورکوونکي شخص بدل شو.
XS
SM
MD
LG