د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۳

څوک به د دفاع او د کورنیو چارو وزیر شي؟


ولسمشر کرزى په يوه تازه اقدام کې د کورنيو چارو پخوانى وزير بسم اله محمدي د دفاع او د کورنيو چارو وزارت مرستيال مجتبى پتنګ د کورنيو چارو د نويو وزيرانو په توګه ولسي جرګې ته معرفي کوي.

ولسي جرګې د همدې مياشتې په پيل کې د کورنيو چارو او دفاع وزيران بسم الله محمدي او ستر جنرال عبدالرحيم وردک د ناامنيو د زياتېدو، د پاکستان له خاورې د راکټي بريدونو د دوام او د اداري فساد د تورونو له کبله اسيتضاح کړل.

دغه نوې څېرې هم بايد د ولسي جرګې له فلټر څخه تېر شي. د ولسي جرګې د کورنيو چارو د کميسيون مشر او د کندهار خلکو استازي محمد نعيم لالى حميدزي له ازادۍ راډيو سره په ټليفوني خبرو کې وويل، نوي کسان د مصلحتونو له مخې ولسي جرګې ته ورپېژندل کېږي.

يوه پوښتنه ولاړېږي هغه دا چې ولسمشر کرزى کولاى شي بسم الهم محمدي چې مياشت مخکې د ولسي جرګې له خوا سلب صلاحيت شو، د دفاع د وزير په توګه د باور رايې اخيستو لپاره دې جرګې ته معرفي کړي؟

د ولسي جرګې لومړي منشي عبدالستار خواصي له ازادۍ راډيو سره وويل دا شى مشروط امکان لري:

”د قانون له مخې کوم خنډ نه لري، د ده په نه معرفۍ کې هم کوم مانع نه شته، خو څرنګه چې [بسم الله محمدي] د ولسي جرګې له خوا سلب صلاحيت شو، دا يوه جلا موضوع ده“

د خواصي څرګندونو ته په پام سره ولسمشر کرزي د چنګاښ يا سرطان په لومړيو کې په ملي شورا کې درېګونو قواوو ته د وينا پر مهال هم يوې جلا موضوع ته اشاره کړې وه:

”خويندو اوروڼو، تاسو ټولو زه مصلحت کوونکى وبللم، تر اوسه مصلحت ګرا وم، خو د ځينو دلايلو له مخې، تر دې وروسته خبره بله ده، اخر به اصلاحات راځي“

خو ښاغلى خواصي وايي د بسم الله محمدي په بيا معرفۍ سره ولسمشر کرزي بيا هم له مصلحت څخه کار اخيستى او خپله ژمنه يې عملي کړې نه ده.

”دوى فکر نه کاوه چې په حکومت او نظام کې به داسې څه پېښ شي چې دى مصلحت ته مجبور نه شي. اوس چې عملاً ليدل کېږي ولسمشر مصلحت کړى چې [بسم الله محمدي] يې بيا معرفي کړى دى“

په عين حال کې ولسمشر کرزي د ملي امنيت د ادارې مشر رحمت الله نبيل له خپلې دندې ليرې کړى او تمه کېږي د کندهار پخوانى والي اسد الهل خالد پر دې څوکۍ وګماري.

بله خوا د ولسي جرګې يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ازادۍ راډيو ته وويل ښايي د راتلونکې اوونۍ په شنبې يا هم يکشبنې قاضي القضات، لوى څارنوال او د سرحدونو، اقوامو او قبايلو چارو وزير هم ولسي جرګې ته د باور رايې د اخيستو لپاره معرفي شي.

د ولسي جرګې غړى عبدالستار خواصي وايي نور نو له مصحلت سره مخه ښه په کار ده:

”که ولسمشر بياکتنه وکړي او د دې هېواد هغه خلک چې هم صادق، متخصص او ديندار وي، په مهمو دولتي وظايفو وګماري، افغانستان به ښه راتلونکى ولري، که نه زه يې راتلونکى ښه نه وينم، همدا اوس راته ښکاري چې تياره راتلونکى به ولري”
XS
SM
MD
LG