د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۶

د غزني د ولايتي شورا رييس ووژل شو


د غزني د ولايتي شورا رييس او د هغه ورور تېر ماښام په يو وسله وال بريد کې وژل شوی دی. په دغه بريد کې د لايتي شورا د رييس يو تن ساتونکی هم ژوبل شوی.

وسله وال بريد تېر ماښام د غزني ښار په نو اباد سيمه کې د غزني د ولايتي شورا د رييس قاضي صاحب شاه په موټر وشو، چې له امله دی او يو ورور يې ووژل شول او يو تن ساتونکی يې ژوبل شو.

د بريد پر مهال د ولايتي شورا رييس له دفتر څخه کور ته روان وو .

د غزني د والي وياند فضل محمد سباوون وايي چې له پېښې سم دستي وروسته سيمې ته پوليس رسېدلي خو وايي بريد کوونکي په لاس نه دي ورغلي.

دی وايي، اوس هم پوليس ګرزي چې له بريد سره د تړاو لرلو په تور څوک ونيسي:

"پېښه په نو اباد سيمه کې هغه وخت وشوه چې د ولايتي شورا رييس کور ته روان وو . په بريد کې دی په خپله او يو ورور يې وژل شوي او يو ساتونکی يې ژوبل دی"

د بريد مسوليت وسله وال طالبان مني.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ويآند بولي وايي چې د ولايتي شورا پر بريد د دوی ملګرو کړی او بېرته روغ رمټ له ښاره وتلي دي.

څه موده وړاندې په غزني ښار کې د غزني د څارنوالۍ رييس سهار ګل هم په يوه وسله وال بريد کې وژل شوی وو او څو ورځې وړاندې په په همدغه ښار کې د غزني په پخواني والي فيضان الله فيضان هم ورته بريد شوی وو .

غزني د هېواد په کچه دا مهال تر ټولو ناامنه ولايت بلل کېږي.

داسې ورځې به ډېرې کمې راځې ان د دغه ولايت په مرکز کې به وسله وال بريد، چاودنې او يا نښتې نه کېږي.
XS
SM
MD
LG