د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

په لومړی ځل کابل د ایران او افغانستان د محصولاتو د يوه ننداتون کوربه شو


که څه هم د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکې، د افغانستان د تولیدي محصولاتو د کمیدو خبره کوي، خو هیله ښیي، چې د دې ډول نندارتونونو له جوړیدو سره د سیمې هېوادونو ته د افغانستان صادرات زیات شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال صدرالدین سحر د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او ایران د محصولاتو دګډ نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، چې د دې ډول نندارتونونو پرانیستل به نه یواځې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزی اړیکې پراخی کړي بلکې، د افغانستان د محصولاتو د صادراتو کچه به هم لوړه کړي:

"موږ باید له دې نندارتون څخه تجربه ترلاسه کړو، موږ نه یواځې باید د دې نه یواځې د نورو هېوادونو له تولیداتو ګټه واخلو بلکې، باید خپله د دې توان پیدا کړو، چې له وارداتو څخه خپل تولیدات زیات کړو.

هیله مند یم، چې په راتلونکې کې د خلکو په هلو ځلو او زیار او د حکومت د پلان له مخی خپل تولیدات زیات کړو."


د افغانستان او ایران د محصولاتو ګډ نندارتون، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ په کابل کې پرانیستل شوی.

په دې نندارتون کې د افغانستان د بېلابېلو برخو پنځه ویشت او نږدی اته دیرش تولیدي ایرانی شرکتونو ګډون کړی.

د ایران د خراسان ولایت د صنعت، سوداګرۍ او کانونو د څانګې مشر علی صفرزاده د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې ددی ډول نندارتونونو جوړیدل به د دواړو هیوادونو د اقتصادی او سوداګریزو اړیکو د غښتلتیا سبب شي:

"د افغانستان او ایران د سوداګرو لیده کاته او همدا راز د ګډو نندارتونونو جوړول به د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګری چې د پراختیا په حال کې ده پیاوړی کړی.

خو د دې سره سره بیا هم په ګډو همکاریو او ګډه پانګونه ټینګار کوم."


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونی هم د دې ډول نندارتونونو جوړول د تولیدونکو شرکتونو په ګټه وبلل او په راتلونکې کې یي هم د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ددی ډول نندارتونونو د جوړولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان او ایران دا ګډ نندارتون په داسې حال کې جوړیږي چې افغانستان اوس هم له بهرنیو هیوادونو په ځانګړي توګه له ایران اوپاکستان څخه ډیر واردات لري او دغو هیوادونو ته یې صادرات ډیر کم دي.

راپور: ذکېه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG