د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

مشرانو جرګه د پاڅونونو د تجهیز اومالي منابعو په اړه اندېښنه لري


د مشرانو جرګې د یکشنبې د ورځي په عمومي غونډه کي اکثرو سناتورانو ددغو پاڅونونو د تجهیز او مالي منابعو په اړه اندېښنې وښوولې.

سناتورانو د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کي د پاڅونونو په اړه بیلا بیل نظرونه ورکړل.

ځینو ویل، که یې افغان حکومت پر وخت پوښتنه ونه کړي، نو په راتلوونکي کي به دا ورته یو بل سر خوږی وي.

د مشرانو جرګې یوه غړي بسم الله افغانمنل د پاڅون کوونکو د تمویل او ادارې په اړه د پوښتني تر څنګه حکومت ته وړاندیز وکړی، چې په دې اړه باید غور وکړي.

“د پاڅون کوونکو ملاتړ څوک کوي سلا څوک ورکوي، مشري یې څوک کوي ایا موږ یې سبا د کنترول توان لرو، ایا حکومت دا توان لري او که دا به بله ګډوډي او ټوپکسالاري ده، پر دې باید غور وسي.

دا حرکت د چا دی څوک یې ملاتړ کوي، هسي نه چې له بدو تر بدو سره مخ سو.”


خو د مشرانو جرګې یوه بل سناتور ډاکتر زلمي زابلي بیا خپله جرګې ته وړاندیز وکړ، چې په دې اړه سیمو ته د څېړنو لپاره پلاوي ولیږي او رښتیا معلوم سي.

“زما اول وړاندیز جرګې ته دی، چې یو پلاوی وټاکي او دغو سیمو ته ولاړ سي او د خلکو ستونزي له نژدې وپوښتي، چې ولي یې پاڅون کړی، ولي یې له حکومت او مخالفینو سره اړیکي شکولي دي، ایا دوی رښتیا له ستونزو تنګ سوي او که کوم سیاسي لاس دی، دا د سناتورانو دنده ده، چې باید رښتیا معلوم کړو.”

د راپورونو سره سم ولسي پاڅون روان لمریز کال لومړی وار د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کي وروسته تر هغه د وسله والو طالبانو پر ضد پیل سو، چې طالبانو په دې ولسوالۍ کي یو شمېر ښوونځی بند کړه.

ددغه ډول پاڅونونو راپورونه بیا د افغانستان له نورو ولایتونو څخه هم ورکړل سوه، خو وسله والو طالبانو بیا ویلي، چې دا ولسي پاڅونونه نه بلکي د دولت اربکي ځواکونه دي.

خو د مشرانو جرګې د غړو او کارپوهانو پوښتنه دا ده، چې ایا دغه پاڅونونه به خپله افغان حکومت ته سردرد جوړ نه سي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا له افغان حکومت څخه د خلکو د ملاتړ مانا لري او ستونزو نه بلکي پر مختګ ته به لاره هواره کړي.

“موږ دا مثبت اقدام بولو او اوس خلک په دې پوه سوي، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره باید خلک له حکومت څخه ملاتړ وکړي، دا همکاري ده، ګواښ نه سي کېدای.

افغانانو کړاونه او ظلمونه لیدلي او دا د خلکو احساسات دي، افغان حکومت د خلکو ملاتړ ته اړتیا لري او هرکلی یې کوي.”


که څه هم د پاڅون کوونکو مشران دا ولسي پاڅونونه بولي، خو د راپورونو له مخي دا نه ده معلومه، چې دوی وسله له کومه کوي، مالي ملاتړ یې څوک کوي او پلان او پروګرام یې څنګه ترتیبیږي.

د سیاسي او امنتي چارو د یو شمېر پوهانو اندېښنه دا ده، چې هسي نه دا ولسي پاڅونونه د تیرو څو لسیزو په اوږدو کي هغه قومي او خپل سرو ملیشو بڼه واخلي، چې د وخت حکومتونو ته لوی ګواښونه او خلکو ته یې ستونزي پیدا کړي وې.

خو له دغو اندیښنو سره سره سمدلاسه ځینې افغان چارواکي او کتوونکي دغه پاڅونونه په اړوندو سیمو کې د وسلوالو مخالفینو د مخنیوي او د امنیت موثر اقدامات بولي.

راپور: معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG