د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۵

د پولیسو لیکو ته د جلب وجذب لړۍ به جدي څارل کیږي


پر بهرنیو پوځیانو د افغان ځواکونو د ځینو سرتیرو بریدونو د افغان او بهرنیو چارواکو اندیښنې زیاتې کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، یوه کمیټه یې جوړه کړې څو د پولیسو لیکو ته د جلب او جذب لړۍ په کلکه وڅاري.


د دې وزارت یوه ویاند نجیب اله دانش د پنجشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، د کورنیو چارو وزارت هڅې تیزې کړي چې د افغان ځواکونو د ځینو سرتیرو له خوا پر بهرنیو پوځیانو د بریدونو مخه ونیسي، ښاغلي دانش د نوې جوړې شوې کمیټې په هکله وویل:

« د کورنیو چارو وزارت، تیره اوونۍ د کورنیو چارو د وزیر، د ملي دفاع د وزارت د سرپرست، د ملي امنیت د رییس او د ناټو د ځواکونو د استازي په ګډون یوه ناسته لرله.

په دې ناسته کې د کورنیو چارو د اداري مرستیال په مشرﺉ یو کمیټه جوړه شوه، د پولیسو د لیکو استخباراتي، کشفي او د جلب جذب مسئله جدي ونیسي، ترڅو د دوي د هڅو په نتیجه کې شته ستونزه له منځه لاړه شي.»

د کورنیو چارو وزارت دا هڅې په داسې حال کې کوي، چې د چهارشنبې په ورځ د ولسمشر کرزي تر مشری لاندې د هېواد د امنیتي ارګانونو فوق العاده غونډه جوړه او په کې هغه هڅې وڅیړل شوې چې د بهرنیو استخباراتي سازمانونو له خوا د افغان پوځ او امنیتي ارګانونو د کمزورې لپاره ترسره کېږي.

په غونډه کې ولسمشر کرزي د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت ته دنده وسپارله، چې د افغان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره دې هڅې تیزې کړي.

له غونډې وروسته د جمهورريیس ویاند ایمل فیضي خبریالانو ته ویلي، چې د افغان ځواکونو په بې ثباته کولو کې د ګاونډیو هېوادونو استخباراتي سازمانونه شامل دي.

ښاغلي دانش هم تايیدوي، چې د ابتدایي څیړنو له مخې د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو پوځیانو بریدونو کې د سیمې استخبارات لاس لري.

دی وایي، د کورنیو چارو وزارت په دې اړه د موثقو شواهدو د موندلو په لټه کې دی.

د دفاع وزارت ویاند ازادۍ رادیو ته وویل، څرنګه چې د ولسمشر فرمان تازه ور رسیدلی، تر اوسه یې په هکله اقدامات نه دي کړي.

د پوځي چارو پوهان وایي، د افغان ځواکونو له خوا پر بهرنیو پوځیانو بریدونه د افغان او بهرنیانو ترمنځ بې باوري رامنځته کولای شي، پخوانی جنرال عتیق اله امرخیل وایي:

«زما په نظر دا ډیر بد عواقب رامنځته کولای شي، متاسفانه موږ په تیرو لسو کلونو کې ونه شول کړای چې یو قوي اردو جوړ کړو.

ناکامه اداره، د احساس نه درلودل دا ډول پیښې رامنځته کولای شي، پکار ده چې اردو په ذهني، ملي، احساس پیاوړی شي او ترڅنګ په ښو وسلو سمبال شي. د اردو لپاره ترڅه لومړی ملي احساس او وطن پرستي ضروري ده.»

راپورونه وایي، د روان میلادي کال په اتو میاشتو کې د افغان عسکرو له خوا پر بهرنیو پوځیانو شاوخوا دیرش بریدونه شوي چې کابو څلویښت بهرني پوځیان په کې وژل شوي دي.

راپورونه دا هم وایي، چې یوازې په تیرو شلو ورځو کې د افغان عسکرو له خوا پر بهیرنیو پوځیانو اوه بریدونه شوي دي.

سره له دې چې ایساف ځواکونه وایي، دا بریدونه شخصي انګیزې لري خو وسله والو طالبانو په اکثرو دا ډول پیښو کې برید کوونکي عسکر خپل د ستوري کس بللی دی.

خان محمد، سیند
XS
SM
MD
LG