د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ مرغومی ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۴۲

په پکتیکا کې د طالبانو یو پيژندل شوی قوماندان وژل شوی


د پکتيکا امنيه قوماندان جنرال دولت ځدراڼ وايي، نن سهار وختي د دې ولايت په سروبي ولسوالۍ کې د پوليسو په کمين کې د طالبانو یو پيژندل شوی قوماندان چې په (ملاشکور) مشهور وژل شوی.

د پکتیکا امنیه قوماندان وويل، چې له ملاشکور سره د هغه یو بل ملګری هم وژل شوی.

ویل کېږي، چې ملا شکور په سروبي، ارګون او جاني خیلو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو فعالیتونه تنظیمول.

د پکتیکا امنیه قوماندان ویلي چې پدې عملیاتو کې پوليسو او ملکې وګړو ته کوم زيان ندي رسيدلي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پيښې په اړه څه ندي ویلي.
XS
SM
MD
LG