د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

پر بهرنيانو د افغان همکارانو بريدونه د ناټو ستراتيژي اغېزمنوي


په افغانستان کې پر بهرنیو پوځیانو باندې د دوی د افغان همکارانو حملو ته په پام سره ځینې لویدیځې رسنۍ باور څرګندوي، چې د دې حالت دوام به له افغانستان څخه د ځواکونو ایستلو ستراتیژۍ له خطر سره مخامخ کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکي، چې د افغان سرتیرو دې حملو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ورځپاڼې په وینا دا حملې نه یوازې طالبانو ته په یو موثرې تبلیغاتي وسیلې بدلې شوي، بلکې کولى شي، چې د لویدیځ د وتلو ستراتیژۍ هم له خطر سره مخامخ کړي.

په دې ستراتیژۍ کې تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې د امنیتي مسوولیتونو د ورسپارلو لپاره د افغان ځواکونو روزل هم شامل دي.

نیویارک ټایمز دا اندیښنه پداسې حال کې ښودلې، چې تر دې مخکې ځینو هغو هیوادونو، چې سرتیري یې په ورته حملو کې وژل شوي له وخت نه مخکې د خپلو سرتیرو د ایستلو پرېکړه کړې.

فرانسه یو له هغو هیوادونو دى، چې د کابل په شمال کې یې د ملي اردو د یو سرتېري په ډزو کې د څو سرتېرو له وژل کېدو وروسته د ځواکونو د ایستلو وخت رامخته کړ.

خو د دې ټولو اندیښنو برخلاف د امریکا لوى درستیز، چې اوس مهال افغانستان ته په یو سفر تللى، ویلي، چې دا پیښې به د ځواکونو د ایستلو لپاره د دوی مهالویش زیانمن نه کړي.

مارټين ډيمپسي
مارټين ډيمپسي
جنرال مارټین ډیمپسي د فرانسې خبري اژانس او فاکس نیوز ټلویزیون سره په خبرو کې وویل، چې له جګپوړو امریکایي قومندانانو سره یی د خبرو یوه موضوع همدا حملې دي.

تر دې مخکې د امریکا ددفاع وزیر لیون پنیټا له افغان ولسمشر سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې له هغه غوښتي، چې د دې ستونزې د هواري لپاره له ناټو سره له نږدې کار وکړي.

د لویدیځو پوځي چارواکو په وینا سږ کال په افغانستان کې څلویښت بهرني سرتیري په هغو حملو کې وژل شوي، چې ظاهرا د افغان سرتیرو لخوا کیږي.

لویدیځو چارواکو له افغان حکومت نه دا هم غوښتي، چې د امنیتي ځواکونو لیکو ته د کسانو د جلب او جذب بهیر لا سخت کړي.

دا غوښتنه وروسته له هغې کیږي، چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر په یوه پیغام کې دا واضح کړه، چې ددوی کسانو د امنیتي ځواکونو په لیکو کې نفوذ کړې.
XS
SM
MD
LG